ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې ٨٠ زره کسان پر بېلابېلو نشه‌يي توکو روږدي دي

بلخ کې ٨٠ زره کسان پر بېلابېلو نشه‌يي توکو روږدي دي

author avatar
1 May 2023 - 11:46
بلخ کې ٨٠ زره کسان پر بېلابېلو نشه‌يي توکو روږدي دي
author avatar
1 May 2023 - 11:46

مزارشریف (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۲): د بلخ حکومتي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې ۹۰ زره کسان پر بېلابېلو نشه‌يي توکو روږدي وو چې د لس زرو کسانو درملنه شوې او خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیریت اداري آمر جمعه‌خان راسخ کوچي پژواک اژانس ته وويل چې په دغه ولایت کې د ښځو، ماشومانو او ځوانانو په ګډون ۹۰ زره کسان پر نشه‌يي توکو روږدي وو.

د نوموړي په وینا، له دې ډلې څخه ۱۰ زره کسان په ۱۲ بېلابېلو کمپونو کې له درملنې او ساتنې وروسته کورنیو ته سپارل شوي دي.

نوموړی دغه‌راز وایي چې په تېر یوه کال کې ۲۶۷ کسان د نشه‌يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیول شوي او دوسیې یې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

په همدې حال کې، یو شمېر روږدي کسان چې له درملنې وروسته کورنیو ته سپارل شوي، له حکومته د کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي.

پرویز چې ۲۰ کلن دی او له تېرو شپږو کلونو راهیسې پر نشه‌يي توکو روږدی و، پژواک ته وويل چې له ۴۵ ورځنۍ درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوی دی.

هغه له حکومته ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه وکړه.

همداراز يو بل روږدی رضا جعفري وایي چې ډېری خلک د بې‌کارۍ له امله د نشه‌يي توکو کارولو ته مخه کوي.

نوموړی له حکومته غواړي چې خلکو او په ځانګړې توګه روږدو کسانو ته له درملنې وروسته کاري فرصتونه برابر کړي، څو بيا نشو ته مخه نه کړي.

بلخوا د بلخ عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب‌الله توانا وایي چې په تېر یوه کال کې ۲۰ زره روږدو ته د نشه‌يي توکو د زیانونو په اړه پوهاوی ورکړل شوى دی.

توانا دغه‌راز وایي چې د یاد ولایت عامې روغتیا ریاست د مزارشریف ښاروالۍ او د کار او ټولنیزو چارو ریاست له مسوولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره کړې دي، تر څو روږدو کسانو ته له درملنې وروسته کاري فرصتونه برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم ۲۰ روږدي کسان د مزارشریف ښار له بېلابېلو سیمو څخه راټول او د درملنې په موخه روغتون ته ولېږدول شول.

Visits: 123

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.