ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ایبک ښار د اعتیاد پرېښودو په کمپ کې یو شمېر روږدي د امکاناتو له کمښته شکایت لري

د ایبک ښار د اعتیاد پرېښودو په کمپ کې یو شمېر روږدي د امکاناتو له کمښته شکایت لري

author avatar
1 Feb 2023 - 19:18
د ایبک ښار د اعتیاد پرېښودو په کمپ کې یو شمېر روږدي د امکاناتو له کمښته شکایت لري
author avatar
1 Feb 2023 - 19:18

ایبک (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱): د سمنګان مرکز ایبک ښار د اعتیاد پرېښودو په کمپ کې یو شمېر روږدي- چې له څو میاشتو راهیسې دلته ساتل کېږي- د امکاناتو له کمښت او د کافي خوړو له نشتوالي شکایت لري.

هغوی وایي، په دغه کمپ کې د درملنې په موخه ساتل کېږي، خو هيڅ ډول امکانات ورته په پام کې نه دي نیول شوي او ترڅنګ یې د ساتنې لپاره پیسې هم ترې غوښتل کېږي.

د دایکنډي ولایت د شهرستان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی ۳۷ کلن هدایت‌الله چې له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې په یاد کمپ کې اوسېږي، سره له دې چې ښه ښه شوی، خو د مالي امکاناتو نشتوالي او په کمپ د فیس نه ورکړې له امله تر اوسه دلته اوسېږي او د کمپ پرېښودو اجازه نه لري.

د نوموړي په خبره، په یاد کمپ کې د ژوند شرایط برابر نه دي، روږدو ته وېشل کېدونکي خواړه بسنه نه کوي او ډېر روږدي وږي پاتې کېږي.

هغه چې ۱۳ کاله مخکې ایران کې پر نشه‌یې توکو اخته شو، په دې وروستیو کې د سمنګان په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې کار کاوه، اوس له درېیو میاشتو راهیسې په یاد کمپ تر درملنې لاندې دی.

نوموړی له مسوولینو غواړي چې روږد ته د ډېرو امکاناتو او اسانتیاوو برابرولو برخه کې پاملرنه وکړي.

د دایکنډي ولایت اوسېدونکی ۴۲ کلن حبیب‌الله چې له څو میاشتو راهیسې پر نشه‌یي توکو روږدی شوی، وایي: «په ډېر بد وضعیت کې یم، نږدې و چې ومرم، دغه کمپ ته و لېږدول شوم او اوس مې روغتیایي وضعیت ښه دی.»

هغه چې له ۵۰ ورځو راهیسې په یاد کمپ کې اوسېږي، له دې امله چې د کمپ د فیس ورکولو وس نه لري نو خواشینی دی او وایي، خپلې کورنۍ ته ستنېدلای نه شي، پلار یې بوډا دی او د کار کولو وس نه لري، بل  ورور هم پر نشه‌یي توکو روږدی دی.

نوموړي زیاته کړه، په دې موده کې د دوی د درملنې لپاره هیڅ ډاکټر نه دی ورغلی او یوازې د کمپ د مسوولینو له خوا پرې د یخو اوبو په تویولو سره تر درملنې لاندې نیول کېږي.

د ایبک ښار یوه اوسېدونکي او روږدي فضل‌الرحمن رحیمي چې په یاد کمپ کې تر درملنې لاندې و او اوس ښه شوی، پژواک ته وویل: «له رغېدو وروسته می تصمیم ونیو چې په دغه کمپ کې کار وکړم او هغو روږدو ته چې تر درملنې لاندې دي تدریس وکړم.»

هغه چې پخوا د ایبک ښار په یوه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله وایي، په دغه کمپ کې روږدي د فزیک خونې، شنې خونې او پرواز خونې په نومونو درېیو ځایونو کې ساتل کېږي.

د نوموړي په خبره، نشه‌یان له لومړۍ تر ۱۵مې ورځې په فزیک خونه کې ساتل کېږي، وروسته شنې خونې او بیا د ښه کېدو په صورت کې پروزا خونې ته لېږدول کېږي څو کورونو ته د تلو لپاره چمتو شي.

خو هغه وایي، د دوی د خوړو مینو د هېواد د شمالي ولایتونو په پرتله ۳۰ سلنه ښه‌والی لري او دا چې نشه‌یان‌ له درملنې وروسته ښه اشتها مومي نو له همدې امله د کافي خوړو له نه لرلو شکایت کوي.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه‌یې توکو سره د مبارزې مدیر مولوي احسان‌الله مزمل -چې د یاد کمپ مسوولیت هم پرغاړه لري- وایي، په دغه کمپ کې له شاوخوا ۶۰ تر ۷۰ روږدي ساتل کېږي او په یوه وخت کې د سلو نشه‌یانو د ساتلو وړتیا لري.

د نوموړي په خبره، دغه کمپ له څلورو میاشتو راهیسې فعال شوی، مخکې به روږدي د درملنې په موخه مزارشریف ته لېږدول کېدل او له یوه‌نیم کال راهیسې له ۳۵۰ ډېرو روږدو درملنه شوې ده.

هغه زیاته کړه، په یاد کمپ کې درملنه د ګاونډیو هېوادونو د اعتیاد پرېښودو کمپونو له معیارونو سره برابره ده او د روږدو په درملنه کې له هیڅ ډول تسکینونکو درملو استفاده نه کېږي.

د نوموړي په خبره، تازه راغلي روږدي په لومړیو څو ورځو کې په یخو اوبو حمام کوي، ترڅنګ یې سهار او ماښام ورزش کوي او د فوټبال او والیبال لوبغالي هم ورته برابر شوي دي.

هغه زیاته کړه، روږدو ته په دغه کمپ کې د درس ویلو زمینه هم برابره شوې او دیني مسایل هم ورښودل کېږي.

هغه وویل، په کمپ کې ډاکټر نه لرو، د روږدو درملنه په یخو اوبو سره کېږي او د ساتنې موده یې له ۴۵ تر ۶۰ ورځو پورې ده.

د نوموړي په خبره، د کورنیو چارو وزارت د لارښوونې پر اساس، له هر روږدي کس څخه د درملنې په دوره کې له ۵ تر ۸ زره افغانیو اخیستل کېږي او دغه وزارت د روږدو د ساتلو لپاره کومه ځانګړې بودجه نه لري.

هغه زیاته کړه، که کوم روږدی د فیس ورکولو وس و نه لري، د فیس له اخیستو پرته د درملنې مودې په بشپړېدو سره رخصتېږي او د کمپ ډېر لګښت د والي او امنیه قوماندان له خوا ورکول کېږي.

د روږدو په خبره، په یاد کمپ کې د امکاناتو نشتوالي، د خوړو کمښت او د روږدو طبي درملنې نه کېدلو له امله نشه‌یان په ټاکلې موده کې نه رغېږي او له دودیزې طریقې په استفادې پر یخو اوبو حمام کولو سره روږدي پر تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.

Visits: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.