ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولین: په هرات کې ۷۵زره کسان پر بېلابېلو نشه‌یي توکو روږدي دي

مسوولین: په هرات کې ۷۵زره کسان پر بېلابېلو نشه‌یي توکو روږدي دي

author avatar
14 Aug 2022 - 14:31
مسوولین: په هرات کې ۷۵زره کسان پر بېلابېلو نشه‌یي توکو روږدي دي
author avatar
14 Aug 2022 - 14:31

هرات ښار (پژواک، ٢٣ زمری ۱۴۰۱): د هرات د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د ۵زره ښځو په ګډون ۷۵زره کسان پر نشه‌یي توکو روږدي دي.

که څه هم په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د کره شمېر په اړه کومه سروې نه ده شوې، خو هغه سروې چې څو کاله مخکې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې او همکارو موسسو له لوري ‎ترسره شوې وه، ښيي چې د دغه ولایت په ښار او ولسوالیو کې نږدې ۷۵زره روږدي کسان موجود دي.

کډوالي، بې‌وزلي، انساني قاچاق، د کار نشتوالی او خراب اقتصادي او ټولنیز وضعیت په ټولنه کې د ځوانانو د روږدي کېدو لاملونه بلل کېږي.

د هرات ښار اوسېدونکى مجيد چې له ۱۱ کلونو راهيسې پر نشه‌يي توکو اخته دی او له خپل وراره سره شپه او ورځ پر سړکونو تېروي، له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې پر نشه‌يي توکو د روږدي کېدو لامل يې ایران ته د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره کډوال کېدل وو.‎

هغه څرګنده کړه چې په ایران کې د اتو کلونو په تېرولو سره دی او د ده د کوټې درې ملګري پر هیروینو له اخته کسانو سره د اړیکو له امله روږدي شوي دي.

په هرات کې یوه روږدې مېرمن شرميلا چې له خپلو دوو ماشومانو او خاوند ‎سره یو ځای پر سړکونو او کوڅو شپې او ورځې تېروي، وايي، څو ځله په ځانګړې توګه د شپې له خوا ځورول شوې ده.

هغې پر نشه‌یي توکو د روږدي کېدو لامل خپل خاوند وباله او زیاته یې کړه، مېړه یې د ورځې څو ځله نشه‌يي توکي کارول او بالاخره له دوو کلونو وروسته دا هم پر نشه‌يي توکو روږدې شوه.

شرميلا زياته کړه: «له هغې ورځې چې ورور او زوى مې په يوه پېښه کې ووژل شول، زما ژوند او نړۍ راته تياره شول، لومړی یوازې زما خاوند کارول، وروسته د هغه په ​​هڅونه زه هم په دې کورګډي عمل اخته شوم.»‎

دا په داسې حال کې ده چې د هرات يو شمېر اوسېدونکي هم د ښار په حساسو ځايونو کې د روږدو کسانو پر راټولېدو نيوکه کوي او له ښاره د هغوی د ټولولو غوښتنه کوي.

د دوی په باور، په عام محضر کې د روږدو کسانو له خوا د نشه‌یی توکو کارول، پر ماشومانو منفي اغېز کوي؛ دوی زیاتوي چې روږدي کسان ډېری مهال غلاوې هم کوي.

د هرات ښار د اوومې ناحيې اوسېدونکى محمدنعيم وايي، د ښار په بېلابېلو ناحیو ‎کې د نشه‌یانو شتون د غلاوو د زياتېدو لامل هم شوى دى.

د نعيم په خبره، دا د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست دنده ده، څو د ولايت مقام، موسسو او ښاروالۍ ادارې سره په تفاهم روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره يې کلينيکونو ته ولېږدوي.

په هرات کې یو ټولنپوه او د پوهنتون استاد علي ازاد وايي، په عامه ځايونو کې د دغو کسانو شتون پر خلکو مستقيم او نامستقيم اغېز کوي.

د هغه په ​​خبره، د ټولنپوهنې له اړخه يې غېر مستقيم اغېز دا دی چې دغه کار د دې لامل کېږي، څو يو شمېر روغ کسان ‎د روږدو کسانو له کاره تقليد وکړي او مستقيم اغېز یې دا چې ځيني مهال روږدي کسان نور خلک د نشه‌یي توکو کارولو ته اړ کوي.

د هرات د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست چارواکي په دغه ولايت کې پر نشه‌يي توکو د روږدو شمېر ۷۵زره کسان بولي.

د هرات د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریيس مولوي حيات‌الله روحاني وايي، دغه رياست د روږدو کسانو په ځانګړې توګه د ښځو د راټولولو کمپاين یې پيل کړى او تر اوسه يې له ښاره پر نشه‌يي توکو روږدې ۵۰ ښځې او لسګونه نارينه راټول کړي او د درملني په موخه یي کلینیکونو ته لېږدولي دي.

که څه هم روحاني ډاډ ورکوي چې تر دې به د زیاتو کسانو درملنه وشي، خو وايي چې د روږدو کسانو د زیات شمېر له امله، دوی د درملنې ډېرو کلینیکونو ته اړتیا لري.

هغه له همکارو موسسو غواړي، څو نشه‌یانو ته پر وخت د خدمتونو په وړاندې کولو کې له یادې ادراې سره مرسته وکړي.

په تېرو کلونو کې د ترسره شوو سروې‌ګانو له مخې، په افغانستان کې تر درې میلیونه ډېر کسان پر ډول ډول نشه‌يي توکو روږدي دي.

Visits: 23

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.