د زابل په مرکز کلات کې د شیخ متي لېسې په سټډیوم کې د ۱۰ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال پیل شوې سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدلې.
د زابل د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، سږ کال یې د همکارو موسسو په مرسته د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۴۱ ګرځنده او ثابت روغتیايي مرکزونه فعال کړي چې زرګونه خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
د زابل په شاهجوۍ ولسوالۍ کې د کرکټ د اتو غوره لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې چې د دغه ولایت د کرکټ مسوولینو او نورو چارواکو ګډون په کې کړی و.
د زابل په مرکز کلات کې د تورې بند جوړولو چارې نن (د تلې ۲۱مه) د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوې.
په زابل کې له نهو روغتیايي مرکزونو سره د ۷۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د درملو او نورو وسایلو مرسته وشوه.
د زابل د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، له تېرو څو اوونیو راهیسې په دغه ولایت کې د کرونا ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي.
د زابل امنیتي چارواکي وايي چې په شاه جوۍ ولسوالۍ کې یې یو کس له دریو بازانو سره یو ځای نیولی چې ایران ته یې قاچاق کول.
د زابل په سوېلي ولسوالۍ سیوري کې د «ملا محمدعمر مجاهد» په نامه یوه لویه مدرسه له جوړېدو وروسته پرانیستل شوه.
د زابل ولایت د مرکز کلات اړوند په دوو کلیو کې د اوبو دوه شبکې جوړې شوې او ۱۳۰ کورنۍ د څښاک له اوبو برخمنې شوې.
د زابل په مرکز کلات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان/ UNHCR له خوا یو روغتیايي مرکز جوړ او پرانیستل شو.
د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله هره ورځ سلګونه کسان د نسناستې په ناروغي اخته کېږي.
د زابل په مرکز کلات کې د کورني کرکټ اړوند انټرکلب سیالۍ – چې د دغه ولایت د لسو ثبت شوو کرکټ لوبډلو ترمنځ تېره میاشت (د وږي ۱۵مه) پیل شوې وې – تېره ورځ پای ته ورسېدې.