Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د زابل په مرکز کلات کې د پاور لفټینګ/ وزن پورته کولو سیالۍ وشوې چې د دغه ولایت د دوو کلبونو ۳۰ لوبغاړو ګډون په کې کړی وو.
د زابل د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت له مېزانې ولسوالۍ وروسته په شینکۍ ولسوالۍ کې هم شاوخوا ۲۰۰ کسان- چې ډېری یې ماشومان دي- د سړې هوا له امله پر تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.
د زابل د کرونا روغتون مسوولین وايي، په دې وروستیو کې د هوا سړېدو او روغتیا ساتنې ته نه پاملرنې له امله په دغه ولایت کې د کرونا ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي.
د زابل مرستیال والي وايي، د دغه ولایت د اوسېدونکو له پرلهپسې غوښتنو وروسته په شملزو ولسوالۍ کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د بادیني لار په اوونۍ کې څلور ورځې د مسافرو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.
د زابل د پوهنې ریاست وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF په مالي ملاتړ د دغه ولایت په مرکز کلات کې د پوهنې ریاست او د ۱۱ ولسوالیو د پوهنې امریتونو ته د برېښنا او اوبو سیسټم فعال شو.
د زابل د عامې روغتیا ریاست وايي چې په شاجوی ولسوالۍ کې ١٥٠ ماشومان تورې ټوخلې ته پر ورته ناروغۍ اخته شوي دي.
د زابل مرکز کلات او ولسوالیو پر امنیتي کسانو د یونیفورم وېش پيل شو.
د عامې روغتيا وزارت مسوولین وايي، په زابل ولایت کې د ترکیې په مرسته د سترګو ۵۰۰ ناروغانو عملیاتونه او د شاوخوا ۵ زره نورو کسانو درملنه کېږي.
د زابل ولایتي روغتون چارواکي وايي، د روان ۱۴۰۱ زېږدیز کال له پیله بیا تر اوسه په دغه روغتون کې ۴ زره ۹۵۵ ماشومان زېږېدلي چې د تېر کال په پرتله ډېروالی په کې راغلی دی.
د زابل د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په شاهجوی ولسوالۍ کې د یوې ناپېژاندې ناروغۍ له امله دوه کسان مړه او ۸۰ نور پرې اخته شوي دي.
د زابل په مرکز کلات ښار کې د محکمې له پرېکړې وروسته اووه کسان- چې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو- په درو ووهل شول او د بند سزا ورته واورول شوه.
د زابل په ښار صفا ولسوالۍ کې د کرومایټ ډبرو د یوه کان د استخراج چارې پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP