Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
سمنګان کې روغتیايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۳۸ میلیون افغانیو په لګښت د روغتیا برخه کې د پنځو پروژو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د سمنګان – بلخ پر عمومي لار د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او نهه نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د بادامو له پنځه زره او ۱۲۴ هکټار باغونو ۲۲۸۰ ټنه حاصلات ترلاسه شوي چې د تېر کال په پرتله شل سلنه ډېروالی ښيي.
د ا.ا مشر د سمنګان ولايت له مسوولينو سره په لیدنه کې د افغانستان څو وروستۍ لسیزې ناخوالې د اختلافاتو او ملوکالطوایفي رامنځته کېدو له امله بللې او له مسوولينو يې غوښتي چې له نظام سره د خلکو نږدې کولو لپاره هڅې وکړي.
سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د سمنګان – بلخ پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې د بغلان – سمنګان پر عمومي لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په فېروزنخچیر ولسوالۍ کې یوه ښځه له اته میاشتې شکنجې وروسته د خپل خاوند له کورني بنده خوشې شوې ده.
د سمنګان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د خلم ولسوالۍ مربوطاتو کې د تېلو یوه پمپ کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله یې درې میلیون افغانۍ زیان اوښتی دی.
د سمنګان سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز ایبک ښار په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومان په ګډون شپږ کسان مړه شوي دي.
د سمنګان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په خلم ولسوالۍ کې یو کس چې تېره شپه یې خپله مېرمن وژلې ده، نیول شوی دی.
سمنګان کې امنیتي سرچینې وايي، یوه ځوان د دغه ولایت په خرم سارباغ ولسوالۍ کې خپل پلار د چرهیي ټوپک په ډز وژلی دی.
سمنګان کې سرچينې وايي چې د دغه ولایت اړوند د ایبک – بغلان پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله ۷ کسان ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP