Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنځايونو پروګرام (يواېنهبیتات) له خوا په جلالاباد ښار کې د سړکونو د خونديتوب پروژه پيل شوه.
د کابل ښاروالي وايي چې د ښار ۲۲مې ناحیې اړوند د قلعهمحسن سیمه کې د دوو فرعي سړکونو جوړولو چارې د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
د غزني ښاروالۍ وایي، په دغه ښار کې د ۸.۵ میلیون افغانیو په لګښت د سړکونو څراغونو د فعالولو چارې پیل شوې.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف اتمې او نهمې ناحیې مربوطاتو کې د نږدې ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د دوو سړکونو پخولو چارې پیل شوې.
په بلخ او لغمان ولایتونو کې د ۴۲ میلیونو افغانیو په لګښت د شپږو سړکونو د پخولو او درېیو سړو خونو د بیارغولو چارې پيل شوې.
د څه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د دوو سړکونو پخولو چارې پيل شوې.
د میدانوردګو مسوولین وايي، نن د دغه ولایت د مرکز ترڅنګ په جلرېز او د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالیو کې د نړۍوال بانګ په مالي ملاتړ د ۸۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۶۷ بېلابېلو پروژو چارې پيل شوې.
سرپل او نورستان کې مسوولین وایي چې په دغو ولایتونو کې د ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت د څه باندې ۸ کیلومتره سړکونو جوړولو او بیارغونې چارې پیل شوې دي.
د غزني ښار دویمې ناحیې اړوند د دوو سړکونو د قیر کولو چارې د دغه ولایت د ښاروالۍ په مالي لګښت پېل شوې چې د دوو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښاروالۍ مسوولین وايي، د ښار د هغو سړکونو رغولو چارې پيلوي چې د کلونو په تېرېدو زیانمن او خراب شوي دي.
د جلالاباد ښار يو شمېر اوسېدونکي نيوکه کوي چې د ښاروالۍ له لوري د سړکونو داغګيرۍ کارونه په ځنډ روان دي چې له امله يې د خلکو ورځني کارونه له ستونزو سره مخ دي.
د پکتيا ولايت مرکز ګردېز ښار د داخلي تخريب شوو سړکونو، پلچکونو او څلور لارو د بيارغولو چارې پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP