Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د دایکنډي ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اشترلي ولسوالي کې د خلکو په شخصي لګښت د ۲۷ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د نورستان یو شمېر اوسېدونکي وایي، پنځه کاله مخکې دغه ولایت ته د ملي پارک نوم ورکړل شوی، خو لا هم ورته اساسي سړک نه دی جوړ شوی، هوټلونه نهلري او هیڅ ډول بنسټیزه پروژه پهکې نه ده پلې شوې.
په هلمند ولایت کې د ۱۷۷،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل او ۲۷،۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
په لوګر ولایت کې مس عینک کان ته د غځېدلي سړک د جوړولو چارې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۹ ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۲سوه مترو په اوږدوالي د يوه سړک د بيارغونې چارې پیل شوې.
د غزني یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت ملکي روغتون ته غځېدلی سړک ډېر ویجاړ شوی چې باید ورغول شي.
د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې د ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک کانکرېټ کولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کابل ښاروالي وايي چې د کابل – جلالاباد سړک د لومړۍ برخې پراخولو او جوړولو چارې د مکروریانو له څلورلارې تر پکتیاکوټ پورې د څه باندې ۶۸۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د ۴۳ میلیون افغانیو په لګښت د څه باندې یو کیلومتر سړک قیر کولو چارې پیل شوې.
بغلان کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د شپږ کیلومتره یوه سړک پراخولو او پخولو کار پیل شو.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس چې د ورېښمو لارې د څارنې په موخه د يوه ټیم په مشرۍ د کوچني پامیر دره او غجیر سیمې ته تللى وايي، د ورېښمو د تاريخي لارې جوړېدو چارې د چين او افغانستان ترمنځ صفري نقطې ته رسېدلې دي.
د هرات ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اوبه ولسوالۍ کې ۸۰ کیلومتره سړک ترمیم او جغل پرې اچول کېږي، دغهراز په هرات ښار کې د شاوخوا څلور میلیون افغانیو په لګښت د یوه چوک جوړولو چارې پیل شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن