Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
مسوولین وايي، هرات ښار کې د کندهاریانو ساحې سړک د شمالي او سوېلي برخو پخولو چارې پیل شوې او د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې څلور ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
خوست ښار کې د نږدې ۲۰ ميليونو افغانیو په لګښت د يوه سړک د جوړېدو چارې پيل شوې.
د کونړ غازياباد ولسوالۍ د دارین سیمې خلکو په خپل شخصي لګښت د ۱۰۵ کیلومتره سړک جوړولو چارې پيل کړې.
فراه کې مسوولین وايي، نن د دغه ولایت د مرکز دویمې ناحيې مربوطاتو کې د سیدمیر عجب اغا په نوم د یوه سړک پخولو چارې پيل شوې.
د فراه ګلستان ولسوالۍ یو شمېر خلک وايي، دوی هیڅ پوخ سړک نه لري، او له حکومته غواړي چې د دې ولسوالۍ لار له کندهار- هرات لویې لارې سره – چې ورسره ۶۰ کیلومتړه واټن لري- ونښلوي.
د کونړ وټهپور ولسوالۍ د هوز سیمې خلکو په خپل شخصي لګښت د ۲۰ کیلومتره سړک جوړولو چارې بشپړې کړې.
مسوولین وايي چې د پامیر – اشکاشم سړک پراخولو او هوارولو چارې د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې پیل شوې.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف نهمې ناحیې کارته نوشاد سیمه کې د ۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت د څه کم یو کیلومتر سړک د کانکرېټولو چارې پیل شوې.
پکتیا کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې نن د ۳۷ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پيل شوې.
د کابل ښاروالۍ له لوري د څلورمې ناحیې اړوند له هنګرها څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر پنځم سړک د سلطان محمود غزنوي سړک د فرعي لیکو جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار ولايت د ټولګټو چارو ریاست او ښاروالۍ له لوري د جلالاباد هوايي ډګر مخې ته پر عمومي سړک ايښودل شوې موانع له شلو کلونو وروسته لرې شوې.
د کندهار ښار – سپینبولدک لارې مسافر او موټرچلوونکي وايي، د دې لارې جوړولو پاتې چارې – چې له تېرو شاوخوا دوهنیمو کلونو راهیسې ولاړې دي – باید بېرته پیل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن