Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست ښار کې د ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت یو سړک جوړ شو

خوست‌ښار (پژواک، ۳۰ غويی ۱۴۰۴): خوست کې سیمه‌ییزمسوولین وایي‌ چې دغه ولایت کې د ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د مسوولينو په وينا، دغه سړک چې ۶۱۰ متره اوږدوالۍ او لس متره سور لري، د ښاروالۍ په شپږمه ناحيه کې د شيخ زايد پوهنتون ته څېرمه موقعيت لري او په اساسي ډول جوړ شوی دی.

د خوست ښاروال مفتي شهزاد نور راشد پژواک خبري اژانس ته وويل په دې پروژه کې د ياد سړک دواړو غاړو ته ۱۴۲۰ متره ويالې، ۶۹۰ متره د پلي تګ لارې، درې پلچکونه او د ۶۰۰ مترو په اوږدوالي يو کانال هم شامل دي.

د نوموړي په وينا، دغه پروژه چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې چارې بشپړې شوې؛ ټولټال پرې د ښاروالۍ د بودجې له خوا ۲۲ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

ښاروال وويل، په نږدې راتلونکې کې به د څلور نورو پراختيايي پروژو چارې هم د ښار په بېلابېلو برخو کې پيل شي چې په بشپړېدو سره به يې ښاريانو ته ګڼې اسانتياوې رامنځته شي.

په همدې حال کې ځايي اوسېدونکي د ياد سړک جوړېدل مهم ګڼي او وايي چې دې سره به ښار ته په تلونکو لارو د موټرو د ګڼې ګوڼې مخه ونيول شي.

د خوست يوه اوسېدنکي طاهر جان خيال پژواک خبري اژانس ته وويل دا سړک چې د خوست شيخ زايد پوهنتون او د ملکي روغتون په مسير پروت دی، نو د محصلينو او ناروغ لرونکو د تګ راتګ ستونزې به ورسره حل شي.

د عادل جان په نوم د دغه ولايت يوه بل اوسېدونکي بيا پژواک سره خبرو کې له ښاروالۍ غوښتنه وکړه چې د ښار په نورو برخو کې هم د ورته لارو او سړکونو جوړولو ته پاملرنه وکړي.

د ښاروالۍ د مسوولين د معلوماتو له مخې، روان ۱۴۰۴ لمريز کال لپاره ۱۷ پراختيايي پروژې په پام کې نيول شوي چې د ښار په مختلفو سيمو کې به پلي شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.