Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د کابل – کندهار عمومي سړک د څنډو جوړولو چارې پیل شوې

غزني (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د غزني ولايت په مربوطاتو کې د ۲۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د کابل – کندهار عمومي سړک د دواړو غاړو (شولډر) جوړولو چارې پيل شوې.

د غزني د ټولګټو رییس مولوي عبدالقدیر بلال پژواک خبري اژانس ته وویل، د کابل – کندهار عمومي سړک د دواړو غاړو (Shoulder) جوړولو چارې چې یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې، تېره ورځ د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې رسماً پیل شوې.

هغه زیاته کړه، د یاد سړک دواړه غاړې به چې تر اوسه نیمه خامه پاتې وې، په پاخه او اساسي ډول د یوه کال په موده کې ورغول شي.

د هغه په خبره، په دې پروژه کې د ۹۶ کیلومتره یاد سړک دواړو غاړو چې یونیم یونیم متر سور لري، جوړېدل شامل دي.

سرچینه وايي، د دې پروژې لګښت ټول ۱۹۸ میلیون افغانۍ کېږي چې د ټولګټو وزارت یې ورکوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.