Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مزارشریف کې د یوه سړک د پراختیا او پخولو چارې پیل شوې

مزارشریف (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۴): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ۷۲ میلیون افغانیو په لګښت د نږدې دوه کیلومتره یوه سړک د پراختیا او پخولو چارې پیل شوې.

د مزارشریف ښاروالۍ سکټوري رییس جاوېد مایار د دې پروژې د پرانیستې مراسمو کې وویل چې د دغه ښار د څلورمې او نهمې ناحیو اړوند له کفایت څلورلارې بیا د اس تر پروژې پورې د ښاروالۍ له پراختیایي بودجې د شاوخوا ۷۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې.

هغه زیاته کړه چې دغه سړک ۱۷۵۰ متره اوږدوالی او ۱۰،۵ متره سور لري چې د جوړولو چارې به یې د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې د دوو خصوصي ودانیزو شرکتونو له لوري بشپړې شي.

دغه راز، د مزارشریف ښاروالۍ مرستیال محمدنسیم عابد وویل، ټول خلک مسوولیت لري چې د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي او له ښاریانو یې وغوښتل چې د پروژو د ساتنې او مراقبت ترڅنګ د صفایۍ او مالیاتو په اداینه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

په یادو مراسمو د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابوادریس وویل چې د دې پروژې تر بشپړېدو وروسته به د اس له پروژې بیا د دغه ولایت د بلخ ولسوالۍ تر څلورلارې سړک هم د ټولګټو وزارت له لوري پراخ او جوړ شي.

بلخوا، د کفایت څلورلارې سیمې یو هټۍ‌وال برهان‌الدین وایي چې د یاد سړک له پراخېدو او پخېدو سره به د خلکو ګڼې ستونزې حل شي.

هغه وویل چې خلک د ډېرې ګڼه‌ګوڼې له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د یادونې ده، دغه سړک د بلخ یو شمېر ولسوالۍ او دغه راز جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونه له مزارشریف ښار سره نښلوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.