Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل ښار دوولسمې ناحیې اړوند د دیارلسم ګذر پارک سیمه کې د ۷،۵ میلیون افغانیو په لګښت د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
د نیمروز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د ۲۰ کیلومتر سړک د جغلاچونې چارو له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، په دې پروژه کې به څه باندې ۱۶۰۰ کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه برابره شي.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د نړۍوال بانک په ۹ اعشاريه ۳ ميليون افغانيو لګښت د يوه سړک او پارک جوړېدو چارې پيل شوې.
د غزني او پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د دغو ولایتونو ترمنځ غځېدلی سړک ډېر خراب شوی او له حکومته یې د بیارغونې غوښتنه کوي.
د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې حکومت دې له دې ولسوالۍ مرکز ترینکوټ ته غځېدلی سړک په اساسي ډول ورغولي.
د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په سردې سیمه کې د یو شمېر ځوانانو په شخصي لګښت د لس کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د هلمند ځایي مسوولین وایې، چې په ګرشک ولسوالۍ کې د کندهار ـ هرات لویې لارې د ۹۶ کېلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې .
د هرات ځایي مسوولین وایي چې د ۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت د دغه ولایت له تخت صفر تر ګمرکه د سړک پخولو چارې پیل شوې.
هرات کې سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ښار په پنځلسمه ناحیه کې د اووهنیم میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک قیر کولو چارې پیل شوې.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په شغنان ولسوالۍ کې د ۱۶ میلیون او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د اووه کیلومتره سړک جوړولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
هرات کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز هرات ښار پنځمه ناحیه کې د ښاروالۍ له لوري د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې د څه باندې ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د شاوخوا یو نیم کیلومتر سړک د پخولو چارې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP