Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۱): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په هېواد کې د سړې هوا له امله زرګونه خلک د امکاناتو له کمښت
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په روان ژمي کې د سختې سړې هوا له امله په تېرو شاوخوا دوو اونیو کې ۱۵۸ کسان مړه شوي دي.
کندهار (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱) سږ کال د ژمې سړې څپې د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ په کندهار کې هم شاوخوا ۱۲ زره څاروي
. . .
د بغلان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د تېرې اوونۍ ورښت او سړې هوا له څلور زره ډېر څاروي تلف کړي او زرګونه نور له ګواښ سره مخ دي.
د سمنګان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د سړې هوا، د وښو کمښت او د تېرو کلونو وچکالیو له امله له ۱۰ زرو څخه ډېر څاروي له منځه تللي دي.
د یو شمېر ولایتي مسوولینو په وینا، د سړې هوا له امله د لسګونو روږدو په ګډون تر اوسه شاوخوا ۸۸ کسان مړه شوي دي؛ بلخوا د اسلامي امارت ویاند په هېواد کې د سړې هوا له امله د یو شمېر هېوادوالو پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده.
د بدخشان سیمهییز مسوولین د دغه ولایت په مرکز فیضاباد او شهر بزرګ ولسوالۍ کې د سړې هوا له امله د ۶ ماشومانو د مړینې خبر ورکوي او وايي، تر اوسه له ۱۰۰ ډېر څاروي هم تلف شوي دي.
ځایي مسوولین وایي، په جوزجان ولایت کې د وروستیو واورو او سړې هوا له امله ۱۸ کسان مړه او زرګونه څاروي تلف شوي دي.
په هېواد کې د یخنۍ په زیاتېدو سره، د جوزجان مسوولین په دغه ولایت کې د درېیو کسانو د مړینې او د څه باندې درې زره څارویو د له منځه تللو خبر ورکوي او وايي، هڅه کوي چې د دغو پېښو زیانمنو ته بشري مرستې ورسوي.
د فراه د کرنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د هوا له سړېدو سره شنې خونې یخ وهلې او د معلوماتو له مخې یې، بزګرانو ته تر درېنیم میلیون امریکايي ډالرو زيان اوښتی دی.
قلعۀنو (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): د بادغیس د والي مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د سختي یخنۍ له امله څلور ماشومان
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن