د بغلان ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې راغلو سېلابونو د ځاني زیان اړولو سربېره څلور زره کورونه ویجاړ او لس زره څاروي تلف کړي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په بغلان ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله ۳۱۵ کسان مړه او ۱۶۳۰ نور ټپیان شوي او څه باندې ۲۶۰۰ کورونه په بشپړه او قسمي ډول ویجاړ شوي دي.
ځايي سرچینې وايي، لومړنۍ شمېرې ښيي چې د تخار او بدخشان په څو ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله د مالي زیانونو ترڅنګ، ۲۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۱۴ کسان ټپیان شوي او یو شمېر نور لادرکه دي.
ځايي چارواکي وایي، د بغلان په بېلابېلو سيمو کې د سيلابونو له امله د مړو شوو ٥٠ کسانو مړي روغتونونو ته لېږدول شوي او د ژغورنې عملیات روان دي.
د بادغیس امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې دوه کسان د سېلابونو له امله مړه شوي او یو کس بیا د پاپېژانده وسلهوالو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
اړوندو ادارو د راتلونکو دوو ورځو لپاره د بارانونو او واورې ورېدو، سېلابونو راوتلو او د هېواد په ځينو سیندیزو حوزو کې د اوبو کچې ډېرېدو خبر ورکړی دی.
د ميدانوردګو ولایت په بېلابېلو سيمو کې د وروستیو سېلابونو له امله درې کسان مړه شوي، دوه ټپيان دي،۶۰۰ جریبه ځمکه او ۳۶ کورونه په بشپړ او نیمه ډول وران شوي دي.
د افغانستان د ټولګتو وزارت وايي چې د غور– هرات او غور – فاریاب، د نورستان درېیو ولسوالیو لارې او د فراه – هرات لویه لار د بارانونو، سېلابونو او غرښویېدنې له امله په موقت ډول تړل شوې دي.
د فراه حکومتي مسوولین وايي چې وروستیو ورښتونو او سېلابونو په دغه ولایت کې اووه کسان مړه کړي، څه باندې پنځه زره د سولر تختې يې ماتې کړي او لس زره جریبه کرنیزه ځمکه يې ویجاړه کړې ده.
د ننګرهارحکومتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په نهو ولسواليو کې د وروستيو ورښتونو له امله درېيو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې او ګڼ کورونه هم نړېدلي دي.
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکو د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې ویلي، د وروستیو سېلابونو امله ویجاړې شوې ټولګټې پروژې دې بیاورغول شي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سبا د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.