<p style="text-align: justify;">پلخمري (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۳): ځايي چارواکي وایي، د بغلان په یو شمېر سيمو کې د سېلابونو له امله د مړه شوو ٥٠ کسانو مړي روغتونونو ته لېږدول شوي او د ژغورنې عملیات روان دي.</p>
<p style="text-align: justify;">چارواکي وایي، دغه سېلابونه د بغلان په نهرین، بورکې او مرکزي بغلان ولسوالیو کې راغلي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">د دغه ولایت طبیعي پېښو ته د رسېدو چارو مسوول هدایتالله همدرد پژواک خبري اژانس ته وويل چې روغتونونو ته په لېږدول شوو یادو پنځوسو مړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.</p>
<p style="text-align: justify;">دی وایي، دا لومړنۍ شمېرې دي، په سېلاب کې د بند پاتې کسانو د ژغورنې عملیات دوام لري.</p>