سېلابونو اروزګان کې پنځه کسان مړه کړي
د اروزګان ولایتي مسوولین وایي، په ګېزاب ولسوالۍ کې سېلابونو يو کوماز موټر وړى چې پکې سپاره پنځه کسان مړه شوي دي.
د اروزګان ولایتي مسوولین وایي، په ګېزاب ولسوالۍ کې سېلابونو يو کوماز موټر وړى چې پکې سپاره پنځه کسان مړه شوي دي.
د دایکنډي خلک د دغه ولایت په لږ تر لږه څلورو ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله د درنو مالي زیانونو د اوښتو خبر ورکوي.
د لوګر د کرنې ریاست مسوولین وایي چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز پلعلم او پنځو ولسوالیو کې ۶۰ زره جریب کرنيزه ځمکه او فصلونه ويجاړ شوي دي.
د هواپېژندنې اداره په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو ورېدو او ورسره د سېلابونو راوتلو خبر ورکوي.
د وروستيو سېلابونو له امله په میدان وردګو، لوګر او ننګرهار ولایتونو کې یو کس مړ او ۱۵ نور نادرکه شوي دي.
د پکتيکا په نږدې لسو ولسوالیو کې سېلابونو سلګونه جریبه ځمکه - چې ډېره برخه یې د غنمو کښتونه وو - ویجاړه کړې او په ځينو سيمو کې یې د خلکو کورونه نړولي دي.
تېره شپه ناوخته د غزني ولایت په مرکز کې د سېلابونو له امله پنځه تنه مړه شوي، دوه ټپیان دي، ۱۸۰ کورنه نړیدلي او د سلګونه جریبه مځکې حاصلات له منځه تللي دي.
د هېواد په زابل، کندهار، پکتیا، لوګر، نورستان، لغمان او ميدان وردګو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له امله ۲۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه ویجاړ شوي او سلګونه څاروي له منځه تللي دي.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز پل علم، څرخ، خروار، خوښۍ او محمد اغې ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله شاوخوا ۷۰۰ جریب فصلونه او ځمکې تخریب شوي دي.
د میدان وردګو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رياست وايي، پرون د دغه ولایت په بېلابېلو سيمو کې د سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.
د میدان وردګو ولایت مسوولین وايي چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د هېواد په لسو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله ١٨ کسان مړه او ٢٠٠ نور ټپيان شوي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، وروستیو سېلابونو د هېواد په اتو ولایتونو کې ۶۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې، ۵۰۰ کورونه یې وېجاړ کړي او ۳۵۰۰ جرېبه کرنیزه ځمکه یې زیانمنه کړې ده.
د بدخشان ولايت په څلورو ولسواليو کې د تېرو دوو ورځو سېلابونو لسګونه کورونه، کرنيزې ځمکې او دغهراز د دغه ولايت په بهارک او وردوج ولسواليو کې دوه عمومي سړکونه هم ویجاړ کړي دي.
په فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله ۱۰۰۰ کورونه زیانمن، ۴ کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان مسوولین وایي، د دغه ولایت پر ډنډ غوري او دهنه غوري سیمو د تېرې شپې له تېز باران وروسته د راوتو سېلابونو له امله څلور کسان مړه شوي او د سلګونو کورونو ترڅنګ د زرګونه جریبه کرنیزې ځمکو کروندې یې اوبو لاندې کړې دي .
د پنجشیر ولایت په شتل ولسوالۍ کې سېلابونو د موټرو یو پل، د سړک ځينې برخې، ۹ هټۍ، ۱۲ واړه او لوی کانالونه، یوه برقي ژرنده او د اوبو یوه زیرمه ویجاړه کړې ده.
د نورستان والي وايي چې په کامدېش ولسوالۍ کې د وروستيو سېلابونو له امله ١١٣ کسان مړه شوي، ١١ جريبه ځمکه او ١٢ کيلومتره سړک له منځه تللي دي. درې ورځې مخکې د کامدېش ولسوالۍ…