Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې سېلابونو سلګونه جریب فصلونه او باغونه له منځه وړي او زیانمن کړي

پل‌علم (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز پل علم، څرخ، خروار، خوښۍ او محمد اغې ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله شاوخوا ۷۰۰ جریب فصلونه او ځمکې تخریب شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي سیداحمد هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېر سېلابونه په خروار، بره‌کي برک او څرخ ولسوالیو کې راوتلي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

هغه زیاته کړه، اورښت او سېلابونو د لوبیا، غنمو، جوارو، پياز او کچالو فصلونو ترڅنګ د مېوو باغونه هم ویجاړ کړي دي.

د لوګر د خروار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سید ولي پژواک ته وویل، تېره شپه په دې ولسوالۍ کې له سختې ږلۍ اورېدو وروسته سېلابونه راغلل او د خلکو لسګونه جریب فصلونه او د مېوو باغونه یې له منځه یووړل.

نوموړي زیاته کړه، د لوګر ولایتي ادارې او مرستندويه موسسو ته په کار ده چې د دغه ولایت له سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وکړي.

د مرکز پل علم یوه اوسېدونکي حاجي عبدالستار پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د پل علم په بابوس سیمه کې هم سخته ږلۍ شوې چې له امله یې کروندو او مېوو ته زیان اوښتی دی.

هغه زیاته کړه، په خوښۍ او څرخ ولسوالیو کې هم سخت اورښت شوی، ډېری کروندګر وایي چې د پيازو، رومیانو، کچالو، غنمو او مېوو حاصلات یې له منځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د لوګر په ګاونډ میدان وردګو، پکتیا او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم وروستیو اورښتونو او سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.