Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په دایکنډي کې یو شمېر کروندګر پر کرنه د اقلیمي بدلونونو ناوړه اغېز ته اندېښمن دي، بلخوا، دغه ولایت کې مسوولین هم وايي چې د وچکالۍ له امله د کرنې له درکه د خلکو په عوایدو کې له ۶۰ تر ۷۰ سلنه پورې کموالی راغلی دی.
د فېروزکوه د ښاروالي مسوولین وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې څه باندې ۱۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او د دغه ولایت له اوسېدونکو غواړي چې د خپلو مالیاتو او د خپلو جایدادونو د صفایي پیسو په ورکولو له دې ادارې سره همکاري وکړي.
د لښکرګاه ښاروالۍ مسوولین وایي، روان کال یې تر اوسه ۷۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې ۴۶ میلیونه یې بېرته د ښار ځينو برخو کې پر رغنیزو پروژو لګولي دي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت تېر یوه کال کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د کوچني مقیاس د ۸۰ او د لوی مقیاس د ۱۳ کانونو تړونونه لاسلیک او څه باندې لس میلیارده افغانۍ عواید یې را ټول کړي دي.
د فاریاب د خانچارباغ ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وايي، هر کال د اقینې له سوداګریز بندر او د دې ولسوالۍ د نورو عایداتي سرچینو له درکه میلیاردونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته ځي، خو د سیمې خلک لومړنیو ښاري خدماتو ته هم لاسرسی نه لري.
د حیرتان د نورم او سټنډرډ امریت مسوولین وايي، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې ۴۲۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
نړۍوال بانک په یو تازه راپور کې ویلي، که څه هم د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه شوی خو د دغه هېواد د سوداګرۍ بیلانس د کسر کچه له دوه میلیارد ډالرو اوښتې ده.
کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۲): د برېښنا شرکت مسوولین وايي چې په تېر مالي کال کې یې له پېرودونکو ۳۳ میلیارده ۱۷۸ میلیونه افغانۍ راټولې
د غزني ښاروالۍ ریاست وایي، په تېر ۱۴۰۱ کال کې یې نږدې ۱۶۳ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله ۹۸ سلنه زیاتوالی ښیي؛ خو د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي بیا غوښتنه کوي چې دغه اداره دې خپل کلني عواید د ښار په اساسي برخو کې ولګوي.
د نورستان د کانونو ریاست وايي، تېر کال یې د کانونو له درکه له ټاکل شوي هدفه څه باندې اته میلیون افغانۍ ډېر عواید ټول کړي چې لامل یې روڼتیا او د کانونو کنټرول دی.
کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۲): د مالیې وزارت مسوولین وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې د څه باندې ۱۹۳.۹ میلیارد افغانیو عوایدو راټولولو
د خوست ښاروال وایي چې تېر کال يې ١٨١ ميليون افغانۍ عوايد ترلاسه کړي چې د وړم کال په پرتله ٧٩ سلنه ډېروالی ښيي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP