ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برېښنا شرکت: تېر کال مو له پېرودونکو څه باندې ۳۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

برېښنا شرکت: تېر کال مو له پېرودونکو څه باندې ۳۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

author avatar
26 Jul 2023 - 00:13
برېښنا شرکت: تېر کال مو له پېرودونکو څه باندې ۳۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي
author avatar
26 Jul 2023 - 00:13

کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۲): د برېښنا شرکت مسوولین وايي چې په تېر مالي کال کې یې له پېرودونکو  ۳۳ میلیارده ۱۷۸ میلیونه افغانۍ راټولې کړې دي.

د دغه شرکت مسوولینو د زمري په ۳مه د شرکت د مهمو فعالیتونو او لاسته راوړنو یو کلن راپور او راتلونکي پلانونه له رسنیو سره شریک کړل.

د افغانستان برېښنا شرکت د سوداګریزو چارو رییس مولوي عبدالرحمن رحماني وویل، دغه شرکت په تېر مالي کال کې له پېرودونکو ۳۳ میلیارده ۱۷۸ میلیونه افغانۍ او دغه راز له دولتي ادارو ۳.۵ میلیارده افغانۍ راټولې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې په کابل کې له هغو پېرودونکو چې حاضر نه وو د برېښنا د لګښت پیسې پر وخت ورکړي، ۱۱۸ میلیونه افغانۍ ترلاسه کړې او په هرات، بلخ، کندوز، کندهار، پروان ننګرهار کې هم د برېښنا له لویو مصرف‌کوونکو ۱۰۶ میلیونه افغانۍ راټولې کړل شوې دي.

د رحماني په وینا، د افغانستان برېښنا شرکت په ۱۴۰۱ مالي کال، د برېښنا بلونو په سیستم کې څه د پاسه ۴۶ زره مېټرونه ثبت کړي او څه باندې ۷۰ زره مېټرونه یې له انالوګ په ډيجيټل بدل کړي دي.

د رحماني د معلوماتو له مخې، د تېر مالي کال په پرتله د افغانستان برېښنا شرکت په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او د ضایعاتو کچه هم ۶.۷۸ سلنه راټیټه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په ۱۴۰۱ مالي کال کې د ۷۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت شپږ پروژې پلې شوي او د دوه میلیارده ۳۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴۹ پروژې د تطبیق په حال کې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت تجارتي رئيس، په ۱۴۰۱ مالي کال کې، ګاونډیو هېوادونو ته د پېرودل شوې برېښنا د پیسو د ورکړې په اړه وویل: “ازبکستان ته څه دپاسه ۱۰۲ میلیونه ډالر، تاجکستان ته څه د پاسه ۸۰ میلیونه ډالر، ترکمنستان ته څه د پاسه ۵۶ میلیونه ډالر او ایران ته څه د پاسه ۶۵ میلیونه ډالر، د افغانستان له لوري رسول شوي دي. “

د برېښنا شرکت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د برېښنا له درکه د هېڅ هېواد پوروړی نه دی او د برېښنا ټول پورونه ورکړل شوي دي.

تجارتي رئيس زیاتوي چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې، له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه په ټولیز ډول شاوخوا ۶.۵۹۶ میلیارده کیلوواټ ساعته برېښنا چې ارزښت یې ۲۹۴.۴۴۵ میلیونه امریکايي ډالر کېږي؛ پېرل شوې ده. دغه راز په همدې موده کې له کورنیو خپلواکو تولیدونکو څخه ټولټال ۶۵۳ میلیونه کیلوواټ ساعته برېښنا چې ارزښت یې ۴۳ میلیونه امریکايي ډالر کېږي؛ پېرل شوې ده.

همدارنګه، د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رئیس انجنیر صفي الله احمدزي، د دغه شرکت د مهمو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ویل: په تېر يوه کال کې افغانستان شاوخوا ۵۰۰ ميليونه کيلوواټ ساعته برېښنا تولید کړې چې له دې لارې څه ناڅه ۳.۵ ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړل شوي دي.

احمدزي زیاته کړه چې د برېښنا سيستم د پياوړتيا لپاره، د ۱.۷ ميليارده افغانيو په ارزښت تدارکاتي بستې ترتيب او اعلان ته سپارل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې په هېواد کې د برېښنا انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګه والو لېوالتیا زیاته شوې ده او که چېرې افغانستان آرام پاتې شي او پر منابعو يې کار وشي؛ له همدغو لينونو چې اوس برېښنا واردوو؛ په ډېر کم وخت کې کولای شي چې د همدغو مزو له لارې برېښنا صادره کړي.

Views: 28

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.