Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د خوست د ګمرک رييس وايي چې په تېرو لسنيمو مياشتو کې يې ۹ ميليارد افغانۍ عوايد راټول کړي چې د تېرو کلونو په پرتله ډېروالی ښيي.
د بلخ مستوفي وایي چې په تېرو لسو میاشتو کې یې له ټاکل شوي پلانه ډېرې (١،٧ میلیارده) افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د خوست ښاروال وايي چې د روان کال په تېرو درېيو ربعو کې یې ١٤١ ميليون افغانۍ عوايد ټول کړي دي.
د پنجشېر ولایت مستوفیت په دغه ولایت کې د ۱۴۰۱ کال په لومړیو درېیو ربعو کې د ۳۲ میلیون افغانیو راټولولو خبر ورکوي.
د اروزګان والي وايي، د ځینو مالیاتي ادارو له لوري په دندو کې غفلت او ناغېړي لامل شوې چې د ټاکلو عوایدو په راټولولو کې پاتې راشي.
مالیې وزارت وایي، په ۱۵ میاشتو کې د هوایي کارګو له لارې د افغانستان واردات ۷.۸ میلیارد او صادرات ۴.۳ میلیارد افغانۍ وو او له دې لارې ۹۶۵ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۱): د کابل سیلو دولتي شرکت مسوولین وایي چې تېر کال یې ۲۰ میلیونه افغانۍ عواید درلودل، خو د روان کال
د شبرغان ښاروالۍ ریاست وايي، په تېر یوه کال کې يې څه باندې ۲۸ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په تېر یو کال کې د ننګرهار د الکترونیکي تذکرو وېش له مرکزه نږدې ۲۹ میلیون افغانۍ عواید راټول شوي دي.
مالیې وزارت د تقاعد شوو کارکوونکو د معاشونو د ورکړې لپاره د ۴ میلیارده افغانیو د ځانګړې کولو خبر ورکوي او وایي، په تېر یو کال کې یې له ۱۳۵ میلیارد افغانیو ډېر عواید راټول کړي دي.
د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هېواد له هوايي ډګرونو تر ۳۲۰۰ د ډېرو الوتنو او د څه باندې ۳۶۹ زره مسافر لېږدولو خبر ورکوي او وايي، د کابل هوايي ډګر تجهیزات – چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره ۷۰ سلنه له منځه تللي وو، بېرته رغول شوي دي.
د کونړ چارواکي وايي، د تېر یوه کال په موده کې د دغه ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کانونو د استخراج له درکه نږدې ۱۳ میلیونه افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP