Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
مسوولینو د غزني له دولتي پوهنتون څخه د نږدې ۴۰۰ محصلینو د فراغت په مراسمو کې ژمنه وکړه چې یادو کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.
له ایران او پاکستانه راستانه شوي یو شمېر کډوال او نور کسان په غزني ښار کې د کورونو کرایو له لوړېدو شکایت کوي او وايي، دوی د لوړو کرایو ورکولو توان نه لري او حکومت دې دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
په غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې د ۳۳ میلیون افغانیو په لګښت درېیو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د قرهباغ ولسوالۍ مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د کابل ملي لوبډلې په ګډون د درېیو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال «الف» لیګ سیالۍ پیل شوې.
د غزني او پکتیکا ولایتونو اړوند د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني د قومي مشرانو، دیني عالمانو او سیمهییزو چارواکو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د غزني د بدني روزنې او ورزش مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال شپنۍ سیالۍ د «حیدر کرار» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د غزني ولایت ورزشي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د درېیو ولایتونو د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د سکېټ لوبو سیالۍ ترسره شوې.
د غزني ورزشي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۶۱ ورزشکارانو په ګډون د کونګفو اوولسم پړاو سیالۍ ترسره شوې.
د غزني د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د اببند او جاغوري ولسوالیو د دوو قومونو ترمنځ شخړه چې یو کال مخکې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه، هواره شوه.
د غزني ورزشي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د مرکز او درېیو ولسوالیو ترمنځ د نیزهوهنې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP