Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د راپورونو له مخې، د اسرائیل له لوري د درملو، خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو پر وړاندې له درې میاشتني خنډ وروسته، د بشري مرستو لومړی کاروان غزې ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، بریتانیا، فرانسې او کاناډا د اسرائیلو له لوري پر غزې د بریدونو دوام غندلی او د دغو بریدونو د درېدو غوښتنه یې کړې ده.
په لیبیا کې د امریکا سفارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې له غزې دغه هېواد ته د فلسطینیانو لېږدولو پر پلان کار کوي.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر منځني ختیځ ته له سفر وروسته ویلي چې غزې ته باید بشري مرستې واستول شي.
د خوړو خوندیتوب برخې نړۍوال کارپوهان وایي، که اسرائیل د غزې کلابندي پای ته ونه رسوي او پوځي عملیات ونه دروي، هلته به خلک له سختې قحطۍ سره مخ شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو له لوري د غزې پر تړانګه د بریدونو بیا پیل غندلي او وایي چې اغېزناک هېوادونه دې د فلسطین له مظلوم ولس څخه خپل کلک ملاتړ څرګند کړي.
د ملګرو ملتونو ویاند وایي، غزې ته د غځېدلو لارو بندېدل به د هغو خلکو لپاره چې نوي له څو میاشتني محرومیت او لوږې راوتلي، بدې پایلې ولري.
نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د عربي هېوادونو مشرانو د مصر په پلازمېنه قاهره کې د غزې د بیارغونې لپاره د دغه هېواد پلان تصویب کړ.
د راپورونو له مخې، اسرائیلو تر هغې وروسته، غزې ته د مرستو بار لاریو مخه نیولې چې دویم پړاو اوربند له ستونزو سره مخ شوی دی.
د امریکا جمهوريغوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام ویلي، په سنا کې هیڅ داسې لېوالتیا چې وښيي امریکا دې په هر ډول چې وي د غزې کنټرول ترلاسه کړي، نشته.
د غزې روغتيايي چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۴ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳۰ نور ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې، تېره شپه د غزې په شمال کې د بېځایه شوو فلسطینیانو پر کورونو د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۳ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP