د فراه ولایتي مسولین وایې چې د دې ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د يوه سوداګر له لوري د لس ميليونه افغانيو په لګښت له پنبه دانو څخه د غوړیو د تولید فابریکه جوړه شوه.
فراه په پشترود ولسوالۍ د خلکو په مرسته د ۲۰ کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
په فراه کې د قطریانو له خوا له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې کمیابه مرغان طبیعت ته خوشي شول.
د فراه امنیتي مسولین وایي، د دغه ولایت په بکواه، خاکسفید، بالابلوک او فراهرود ولسواليو کې یې د عملیاتو پر مهال پر ۵۶ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.
فراه کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېټې د دغه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې ۳۰۰ جریبه غصب شوې ځمکه راګرځولې او په تړاو یې څلور کسان هم نیول شوي دي.
غزني او فراه کې د څه باندې اووهنیم میلیون افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې بشپړې او د ۸ میلیون افغانیو په لګښت د یوه چکډيم جوړولو چارې پیل شوې.
فراه کې د یو شمېر سیمو کروندګرو د وچکالۍ له امله خپلې کرنیزې ځمکې پرېیښې او د مزدورۍ لپاره د ولسوالیو او ولایت مرکزونو ته تللي یا کډه شوي دي.
د فراه امنیتي مسولین وایي، د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې یې څه باندې ۳۵۰۰ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او له منځه وړي دي.
د فراه امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې د دوه باروړونکو موټرو د ټکر له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
په فراه ولایت کې د ۶ زونونو په کچه د فوټبال پيل شوې سیالۍ د عدالت فراه لوبډلې په بریای پای ته رسېدلې دي.
ځایي مسوولین وایي چې سمنګان کې د څه باندې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو چکډیمونو او فراه کې د دوو استنادي دېوالونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د فراه د عامې روغتیا ریاست وايي چې سږ کال تر اوسه پورې د دغه ولایت په کچه له ترافیکي پېښو ملکي روغتون ته ۱۳ مړي او څه باندې زر ټپیان ور وړل شوي خو د ترافیکو مدیریت د دغو پېښو لامل د ترافیکي قوانینو نه مراعات او د سړکونو خرابوالی یادوي.