د فراه پوهنې ریاست وايي چې په دغه ولایت کې په تېر یوه کال کې د ۵۷،۶ میلیون افغانیو په لګښت ۳۹ ښوونځي رغول شوي دي.
د فراه امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د فراهرود ولسوالۍ مربوطاتو کې د کندهار – هرات پر لویه لار ترافیکي پېښه شوې چې له امله یې یو کس مړ او درې نور ټپیان دي.
د فراه د کرنې ریاست وايي چې وروستیو ورښتو او سړې هوا په دغه ولایت کې د شنو خونو نږدې نیمايي فصلونه له منځه وړي دي.
فراه کې یوه سوداګر د یونیم میلیون ډالرو په پانګونې د کبانو نیولو جالیو جوړونې کارخونه جوړه کړې.
د فراه ولایت په مرکز کې د یوه کس د وژل کېدو له امله د اتو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې اووه کلنه دښمني پاې ته ورسېده.
د فراه په ولايتي روغتون کې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د نسايي ولادي څانګې لپاره ځانګړې ودانۍ جوړه شوه.
د فراه د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وایي چې په دغه ولایت کې له ۱۵۳۳ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
فراه کې امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې یو ځل بیا پر نشهیي توکو د روږدو کسانو ټولولو کمپاین پيل کړی دی.
د فراه د ښاروالۍ ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۳ میلیون افغانیو په لګښت یو سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د فراه عامې روغتیا رییس وايي چې د دغه ولایت د شلو سیمو شاوخوا سل زره اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له ستونزو سره مخ دي.
په فراه او ننګرهار ولایتونو کې د نږدې یوولس میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه او د اوبو یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د فراه امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د امنیتی او کشفي ځواکونو له خوا پر ۱۰۹ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار تخریب او په تړاو یې ۸۷ کسان نیول شوي دي.