Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
فراه کې امنیتي سرچینې وایي چې د دغه ولایت د لاشجوین ولسوالۍ کې یې یو کس داسې مهال نیولی چې اووه موټره غواګانې او پسونه یې ایران ته قاچاقول.
له پاکستانه فراه ته راستنې شوې یو شمېر کورنۍ وایي، د ژمي لپاره جامې او سونتوکي نه لري خو بلخوا مسوولین بیا د هغوی دې ستونزې ته د ژر رسېدنې خبره کوي.
د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې د ۳۱۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو دوه سربندونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې په دغه ولایت کې تېر کال له ۷۵ تر ۸۰ زره هکتاره ځمکه کرل شوې وه خو سږ کال دغه کچه د وچکالۍ له امله ۶۰ زره هکتارو ته راټیټه شوې ده.
په فراه کې امنيتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په جوین ولسوالۍ کې یې اووه تنه ایران ته د څارویو قاچاق په تور نیولي.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز او پشترود ولسوالۍ کې د ښځو په ګډون۲۰۰ کسان له بېلابېلو حرفوي زدهکړو فارغ شول.
د فراه ولایت د ځایي مسوولینو په هڅو، پشتکوه ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
د فراه امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د فراه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي، د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوالو پروګرام له لورې له څه باندې ۲۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د فراه ولايت امنیتي مسولین وایې چې په بالابلوک ولسوالۍ کې یوه ځوان د کلاشنکوف په ډزو ځانوژنه کړې ده.
د فراه په مرکز کې د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي، له ایرانه وارد شوي ۴۳ ټانکره بېکیفیته تېل یې د فراه له «۷۸ میل» بندره بېرته دغه هېواد ته ګرځولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP