د فراه یو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم په دغه ولایت کې هوايي ډګر شته خو له دوو کلونو راهیسې تر کابل ته ملکي الوتنې نه کېږي.
د فراه مسوولین وايي، د ٤٠ ميليون افغانيو په لګښت د دغه ولايت مرکز ته د نوري فايبر د غځولو چارې پيل شوې.
غزني کې نن له ۵۰۰ بزګرو او په فراه کې له ۱۶۸۹ کوچیانو سره د نغدو پیسو او کرنیزو توکو مرسته وشوه.
د فراه د کرنې ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د غنمو بیه د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه ټيټه شوې ده.
د فراه ولایت مسوولین وايي، په تېرو درېیو ورځو کې ۴۰ ټانکره بېکیفیته تېل د دغه ولایت له شیخ ابونصر فراهي بندر څخه بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.
د فراه ولايت د بخشاباد بند -چې د نږدې ٦٩ زره هکټاره ځمکې خړوبولو وړتيا لري- د تونلونو د جوړولو چارې نن پيل شوې.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي، له ایرانه وارد شوي ۱۶ ټانکره بېکیفیته تېل یې د فراه ولایت له «۷۸ میل» بندر څخه بېرته ایران ته ور ګرځولي دي.
د سټنډرډ ملي اداره وایي، له ایران څخه وارد شوي ۱۵ ټانکره بېکیفیته تېل له فراه ولایته بېرته دغه هېواد ته ګرځول شوي دي.
د فراه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، کله چې د ۵۰ کیلوګرامه اوړو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ وه نو په نانواييګانو یوه ډوډۍ په ۲۰ افغانۍ پلورل کېده، خو اوس چې د اوړو بیه ۱۶۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې نو د ډوډۍ په بیه کې بدلون نه دی راغلی.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي، له ایرانه وارد شوي ۹ ټانکره بېکیفیته تېل یې د فراه ولایت له «۷۸ میل» بندر څخه بېرته ایران ته ګرځولي دي.
په فراه ولایت کې له ۲۳۳۴ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرسته وشوه.
فراه (پژواک، ۳ غویي ۱۴۰۲): د فراه یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې د اختر په ورځو کې د ناسمو دودونو او سیالۍ