ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه خلک: د اوړو بیه لوېدلې خو نانوايي‌ګانو کې اوس هم ډوډۍ په مخکینۍ بیه پلورل کېږي

د فراه خلک: د اوړو بیه لوېدلې خو نانوايي‌ګانو کې اوس هم ډوډۍ په مخکینۍ بیه پلورل کېږي

author avatar
3 May 2023 - 13:44
د فراه خلک: د اوړو بیه لوېدلې خو نانوايي‌ګانو کې اوس هم ډوډۍ په مخکینۍ بیه پلورل کېږي
author avatar
3 May 2023 - 13:44

فراه (پژواک، ۱۳ غويی ۱۴۰۲): د فراه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، کله چې د ۵۰ کیلوګرامه اوړو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ وه نو په نانوايي‌ګانو یوه ډوډۍ په ۲۰ افغانۍ پلورل کېده، خو اوس چې د اوړو بیه ۱۶۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې نو د ډوډۍ په بیه کې بدلون نه دی راغلی.

دغه کسان له ښاروالۍ غواړي چې په بازار کې دې د وچې ډوډۍ وزن او بیه کنټرول کړي او چاته د سرغړونې اجازه ور نه‌کړي.

بلخوا، نان‌وایان او ښاروالي وايي چې د اوړو بیې په لوېدو سره د ډوډۍ وزن ډېر شوی دی.

د فراه مرکز د لومړۍ ناحیې اوسېدونکی جاوېد مظلومیار وايي، څو میاشتې مخکې د ۵۰ کیلوګرامه اوړو بیه ۲۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوه او هغه وخت په نانوايي‌ګانو کې د یوې ډوډۍ بیه ۲۰ افغانۍ وه، خو په وینا يې چې اوس همدغه اندازه اوړه په ۱۶۰۰ افغانۍ پلورل کېږي خو د ډوډۍ په بیه کې بدلون نه دی راغلی.

هغه زیاته کړه، ښاروالي دې د ډوډۍ وزن او بیه کنټرول کړي.

د فراه ښار د چهارباغ کلي اوسېدونکي محمدحسن هم وویل: «اوړه او غنم ارزانه شوی دي، خو ډوډۍ لاهم قیمته ده او باید د وچې ډوډۍ بیه هم را کمه شي.»

بلخوا بیا د یاد ولایت نان‌وایان او ښاروالي وايي، نرخونه هره میاشت ټاکل کېږي او هېڅوک سرغړونه نه شي کولای.

د فضل‌احمد په نوم یو کس چې په فراه ښار کې نان‌وايي لري، وايي: «موږ ته هره میاشت د ښاروالۍ ریاست له لوري نرخنامه راکول کېږي، هغه مهال چې اوړه ګران و، د یوې ډوډۍ وزن ۳۵۰ ګرامه و، خو اوس ۴۰۰ ګرامه دي.»

د احسام‌الدین په نوم یو بل نان‌وايي هم وايي چې د اوړو د بیو په لوېدو سره د ډوډۍ وزن ډېر شوی دی.

هغه زیاته کړه، نرخونه هره میاشت د ښاروالۍ له خوا ټاکل کېږي او څوک سرغړونه نشي کولای.

د فراه ښاروالي مني چې د اوړو او غنمو بيې د پخوا په پرتله ټيټې شوې او دوی هم نان‌وايي‌ګانو ته ویلي چې د ډوډۍ وزن زیات کړي.

د ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول قاري عبدالعلي کامیاب پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ هره میاشت نرخونه کنټرولو، پخوا چې د اوړو بیه لوړه وه نو د هرې وچې ډوډۍ وزن ۳۳۰ ګرامه و، بیا د هرې میاشتې په تېرېدلو سره چې کله اوړه ارزانه شوي دي نو هم‌مهاله ورسره د هرې ډوډۍ وزن له ۱۰ تر ۲۰ ګرامه زیات شوی دی.»

هغه زیاته کړه، د روانې میاشتې لپاره هم نرخونه ټاکل شوي او د هرې ډوډۍ وزن ۴۰۰ ګرامه ښودل شوی دی.

نوموړي وویل، د ښاروالۍ له نرخ‌پاڼې څخه هیچاته د سرغړونې اجازه نه ورکوي.

Visits: 222

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.