د فراه خلک: د اوړو بیه لوېدلې خو نانواييګانو کې اوس هم ډوډۍ په مخکینۍ بیه پلورل کېږي
د فراه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، کله چې د ۵۰ کیلوګرامه اوړو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ وه نو په نانواييګانو یوه ډوډۍ په ۲۰ افغانۍ پلورل کېده، خو اوس چې د اوړو بیه ۱۶۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې نو د ډوډۍ په بیه کې بدلون نه دی راغلی.



