ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه ځیني اوسېدونکي: دیني عالمان او حکومت دې خلک د اختر په ورځو کې له ناسمو دودونو منع کړي

د فراه ځیني اوسېدونکي: دیني عالمان او حکومت دې خلک د اختر په ورځو کې له ناسمو دودونو منع کړي

author avatar
23 Apr 2023 - 09:08
د فراه ځیني اوسېدونکي: دیني عالمان او حکومت دې خلک د اختر په ورځو کې له ناسمو دودونو منع کړي
author avatar
23 Apr 2023 - 09:08

فراه (پژواک، ۳ غویي ۱۴۰۲): د فراه یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې د اختر په ورځو کې د ناسمو دودونو او سیالۍ شتوالي له امله ځیني خلک له نورو پیسې په پور اخلي او اضافي لګښتونه کوي، خو خپله سیالي او دود پالي.

دوی له حکومت او دیني عالمانو غواړي چې د عامه پوهاوي له لارې دې خلک د اختر په ورځو کې له  ناسمو دودونو او اضافي لګښتونو منع کړي.

د یاد ولایت د مرکز اړوند دار آباد کلي اوسېدونکی ۲۷ کلن محمدعارف وايي: «په اخترونو کې لګښتونه ملاماتوونکي دي، که څوک پیسې لري او يا يې نه لري مجبور دی چې لګښت وکړي، ځکه دا یو رواج ګرځېدلی دی.»

نوموړی وايي: «دوه کاله کېږي چې کوژدن یم، خسرګنۍ مې په ایران کې اوسېږي، خو زه په هر اختر کې له همدې ځایه اختریز توکي ورته لېږم.»

د هغه په وینا، ولور يې خلاص کړی خو د واده د نورو لګښتونو وس نه لري.

هغه زیاته کړه: «ناوړه دودونه د خلکو پر ژوند منفي اغېز کوي، په دې اختر کې مې له خلکو پیسې پور کړې او د خسر کور ته مې د اختر لپاره شیان اخیستي دي.»

نوموړی وايي، حکومت او دیني عالمان باید پر دغو مسایلو خلک وپوهوي او د ناوړه دودونو مخه ونیسي.

بلخوا، دیني عالمان او مدني فعالان هم بې‌ځایه لګښت او ناسم دودونه غندي او له خلکو غواړي چې نه یوازې د اختر په ورځو کې، بلکې هر وخت دې له ورته کړنو ځان وساتي.

د فراه ښار د تویسک کلي اوسېدونکي او دیني عالم مولوي محمدصادق طارق پژواک ته وویل: «دا چې د اختر خوشحالي یوه عامه خوشحالي ده، موږ نه باید دا خوشحالي تر یوې یا څو کورنیو محدوده کړو، باید ټوله ټولنه خوشحاله ووینو.»

نوموړي وویل: «که یو زوم خپلې مېرمنې ته د ۱۰ زره افغانیو توکي اخلي، نو دغه لګښت دې کم کړي او د ۱۰ زرو پرځای دې د اووه زرو شیان واخلي او پاتې درې زره دې غریبانو ته ورکړي.»

همداراز مدني فعال محمدیونس څپاند وایي، د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی، له همدې امله باید له ډېرو لګښتونو ډډه وشي.

هغه زیاتوي چې په اخترونو کې د زوم اوناوې کورنۍ د ځینو ناسمو دودونو له مخې ډېر داسې لګښتونه کوي چې اړتیا یې نه وي.

څپاند وویل: «اسراف ښه نه دی، خو متاسفانه په خلکو کې دا دود شوی چې که پیسې لري یا يې نه لري خو د اخترونو په ورځو کې پیسې پور کوي او ډېر مصرف کوي.»

هغه زیاته کړه، هر څوک باید د اختر په ورځو کې له خپل توان سره سم لګښت وکړي، نه دا چې له نورو خلکو پیسې پور کړي او بیا يې وروسته جنجالونه وي.

د فراه یو ټولنیز فعال ډاکټر محمد اصیل اڅکزی هم وايي: «خلک باید نور هغه ناسم رواجونه پرېږدي چې زومان دې ته اړ باسي چې قرض وکړي او خپلې کوژدنې ته غیرضروري شیان واخلي.»

د ویلو ده، دا نه یوازې په فراه بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د اخترونو په ورځو ځیني داسې رواجونه شته چې دیني عالمان یې ناسم بولي او له خلکو غواړي چې ترې ډډه وکړي.

Views: 162

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.