Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د عمان پلازمېنه مسقط کې د افغانستان سفارت د فعالیت بیا پیلېدل به د کابل او مسقط ترمنځ د سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او ديني اړيکو په پياوړتيا کې رغنده رول ولوبوي.
په ننګرهار ولایت کې د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو معینیت تر چتر لاندې د ښوونکو د مسلکي پراختيا ادارې فعالیت پيل کړ.
له څو ورځو راهيسې ویل کېږي چې ګواکې په کابل کې د نجونو ۴۷ خصوصي ښوونځیو ته له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو اجازه ورکړل شوې، خو د پوهنې وزارت وایي، دغه راپورونه غیرواقعي او له حقیقته لرې دي.
د لوګر عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د ډاکټرانو اته شخصي کتنځایونه (معاینهخانې) د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي دي.
د ا.ا د عدلیې وزارت وايي، د تمدن ټلوېزیون، خاتمالنبیین مدرسې او خاتمالنبیین پوهنتون فعالیت له دې امله درول کېږي چې «د افغانستان حرکت اسلامي» په لغوه شوي ګوند پورې تړاو لري او ودانۍ یې هم په غضب شوې ځمکه کې جوړې شوې دي.
د لغمان پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون پنځهګونو ولسوالیو کې د درېیو دیني مدرسو او د ښوونکو د روزنې دوو مرکزونو ترڅنګ ۱۷ دولتي ښوونځي په کرایي کورونو کې فعالیت کوي.
کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د اسیایي دفتر مشرې سره په لېدنه کې ویلي، د نظام اصول ورته تر بل هر څه زیات ارزښت لري او هر فعالیت باید له اصولو سره سم ترسره شي.
کابل کې د ترکیې سفیر د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چا ته اجازه نه ورکوي چې د اسلامي امارت خلاف په ترکیه کې سیاسي او پوځي فعالیت وکړي.
د راپورونو له مخې، ایراني چارواکو د مشهد ښار په ګرځنده بازارونو کې د بهرنیو وګړو پر فعالیت بندیز لګولی.
د تخار عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د نږدې سلو روغتونونو او روغتیایي مرکزونو فعالیت ترڅنګ، د لرو پرتو سیمو خلکو ته د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لارې هم خدمات وړاندې کوي.
کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۲): د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په نوي ډیلي کې به د افغانستان سفارت خپلو چارو ته دوام
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال وایي، په افغانستان کې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې شاوخوا ۳۰ نوو رسنیو – چې ډېرې یې غږیزې دي – فعالیت پیل کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP