کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۲): د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په نوي ډیلي کې به د افغانستان سفارت خپلو چارو ته دوام ورکړي.
د اسوشیټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باغچي پرون په یوه خبري ناسته کې ویلي چې دغه وزارت تېره اونۍ یو پیغام ترلاسه کړ چې ګواکي د افغانستان سفارت په پام کې لري څو د روان کال د اکټوبر له لومړۍ نېټې خپل فعالیتونه ودروي.
هغه زیاته کړې: «موږ په سفارت کې له افغان ډیپلوماټانو او هغو ډیپلوماټانو سره چې د ممبیۍ او حیدراباد په قونسلګریو کې دي، په اړیکه کې یو.»
باغچي ویلي: «موږ به د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو.»
په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت په يوه مکتوب کې ویلي وو چې د هند د بهرنيو چارو وزارت د نه همکارۍ او ناسم چلند له امله دغه سفارت تړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










