Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ زرګونو اوسېدونکو د یوې غونډې په ترڅ کې د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د پرمختګ او ثبات ټینګېدو ستاینه کړې او د لویو پروژو پلې کېدل د هېواد د اقتصادي ودې او ځان بسیاینې لپاره مهم بولي.
د لغمان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د غره د ملکیت پر سر نښته شوې چې په کې یوه ښځه ټپي شوې او په تړاو یې شپږ کسان نیول شوي دي.
د غزني ولایت په مرکز کې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او حکومتي مسوولینو په منځګړتوب د دوو دښمنو قومونو ترمنځ دوه کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د تېر یوه کال په اوږدو کې یې د هېواد په کچه د قومونو او قبیلو ترمنځ څه باندې ۳۰۰ لویې او څه باندې ۵۰۰ وړې شخړې او دښمنۍ حل و فصل کړې دي.
د فراه ولایتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې د دوو دښمنو قومونو ترمنځ ۲۰ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
سېمهییز مسوولین وایي، د غزني ولایت په ناهور ولسوالۍ کې د مېشتو کوچیانو د دوو قومونو تر منځ لس کلنه دښمني حل شوه.
د غزني ولایت د ناهور ولسوالۍ د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ ۲۴ کلنه دښمني د سیمهییزو مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب حل شوه.
کورنیو چارو وزارت وایي، د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ وسلهواله نښته شوې چې له امله یې دواړو لورو ته ځاني زیان هم اوښتی خو امنیتي ځواکونو د شخړې پراخېدو مخنیوی کړی او له دواړو لورو یې ۲۵ کسان له وسلو سره نیولي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اهل تشیع ټولنې له یو شمېر غړو سره په لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت د ټولو قومونو پروړاندې یو شان مسوولیت لري او ولسونو ته خدمت د حکومت تر ټولو مهمه دنده ده.
ځایي مسوولین وایي، د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې دېرش کلنه شخړه په سولهییزه توګه هواره شوه.
خوست کې د دوو قومونو ترمنځ د غره او ځمکې د حدودو پر سر رامنځته شوې لانجه حل او فصل شوه.
د غزني د اجرستان مسوولین وایي چې د دې ولسوالۍ او د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ د دوو قومونو ترمنځ لس کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP