Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
نن سهار د کابل – جلالاباد پر لویه د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند کاکڅ سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې سږ کال د تېر کال په نسبت د چهارمغزو حاصلات نږدې دوه برابره ډېر شوي دی.
د لغمان امنيې قوماندانۍ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، نن يکشنبه د لغمان مرکز مهترلام اړوند کلهکوټ سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله پنځه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷ نور ټپيان شوي دي.
لغمان کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د ملګرو ملتونو د کډالو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته سلو کسانو ته د کوچني کاروبار جوړولو په موخه د شاتو مچۍ وېشلې دي.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ اړوند د ساو درې زرګونه کورنۍ لا هم مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري چې له امله یې له ستونزو سره مخ دي خو مسوولین وايي، لومړۍ سروې یې ترسره کړې او ژر به ورته خدمات پیل شي.
د لغمان په مرکز مهترلام کې د محمدعیسی سعد په نوم یو لیکوال وايي، ۴۱ بېلابېل عنوانه کتابونه یې لیکلي خو د چاپولو توان یې نه لري، هغه له حکومت او شتمنو هېوادوالو غواړي چې په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.
مسوولین وایي، د لغمان په مرکز او قرغیو ولسوالۍ کې او د بغلان په دوشي او دهنهغوري ولسوالیو کې د یو شمېر پروژو چارې پیل شوې چې شاوخوا ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت به ورباندې وشي.
د لغمان د اقتصاد ریاست مسوولین وايي، په مرکز مهترلام او الیشنګ ولسوالۍ کې یې ۱۸۲ کسانو ته په بېلابېلو برخو کې کوچني کاروبارونه جوړ کړي دي.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت وايي چې د لغمان پوهنتون کې د شاوخوا ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو بېلابېلو رغنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ژمي موسم په را رسېدو سره لغمان کې یو شمېر هغه کورنۍ چې د روان کال په اوږدو کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې او کورونه یې ویجاړ شوي، له حکومت او مرستندویه ادارو د سرپناه جوړېدو غوښتنه کوي.
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې یو شمېر تاریخي او فرهنګي اثار چې شاوخوا ۳۰۰ کلنه تاریخي مخینه لري، ترلاسه شوي دي.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام، الینګار، قرغیو او بادپښ ولسوالیو کې له کډوالۍ تازه راستنو شوو ۳۱۰ کورنیو د کورونو جوړولو لړۍ پیل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP