Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لغمان امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، تېره شپه یې د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ سرخکانو سیمه کې په یوه فیلډر موټر کې ۵۵ کیلوګرامه شیشه نیولې او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د لغمان د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، دغه ولایت کې له کډوالۍ تازه راستنو شوو نږدې دوه سوو کسانو ته د اوږدمهاله کاروبار زمینه برابره شوې ده.
لغمان کې سیمهییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د اته میلیون افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې او د دوو نورو پروژو چارې پیل شوې.
د لغمان امنیه قومانداني وایي، تېر ماښام د کابل – جلالاباد پر لویه لار د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله یوه ماشومه مړه شوې او اووه کسان نور ټپيان شوي دي.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ اړوند د کلمان درې قومي مشرانو پرېکړه کړې چې له دې وروسته هیڅ څوک نشي کولی پر نجونو له ۱۵ زره افغانیو لوړ ولور واخلي.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ اړوند د ساو درې اوسېدونکي شکایت کوي چې مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري او دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ اړوند د ساو درې یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په سیمه کې یې روغتیایي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله له ستونزو سره مخ دي.
لغمان کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الینګار والسوالۍ کې د یوه ګډ کمېسیون په منځګړیتوب د لسو کورنیو ترمنځ زړه دښمني پای ته ورسېده او روغه جوړه یې وکړه.
د لغمان د بادپښ ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې د ولسوالي په کچه هیڅ بازار نهلري او اړ دي چې د خپلو لومړنیو اړتیا وړ توکو پسې مهترلام ښار ته ساعتونه مزل وکړي.
د لغمان ځايي مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت دولتشاه ولسوالۍ کې د یوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې یو ماشوم مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د الینګار والسوالي د کلمان درې په کنډلام سیمه کې یې د دوو کورنیو ترمنځ لس کلنه دښمني په دوستۍ بدله کړې ده.
د لغمان د بادپښ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له مرکز مهترلام سره د دې ولسوالۍ نښلېدونکی سړک خراب دی چې له امله یې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP