Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لغمان د والي مرستیال وايي، د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې پنځه چکډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د لغمان ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت الینګار ولسوالۍ د ټینکور سیمې په یوه کور کې د ګازډبې چاودنې یوه ښځه وژلې ده.
لغمان کې یو شمېر کروندګر وایي، د کال څلور فصله بېلابېل ډول سبزیجات کري او د پلازمېنې کابل په ګډون یې د هېواد ډېرو ولایتونو ته صادروي، خو د نرخونو ټیټوالي له امله زیان ویني.
لغمان کې پېښو ته د رسېدو ریاست وايي چې د دغه ولایت د مرکز مهترلام ښار په بصرام سیمه کې د یوه کور دېوال نړېدلی چې له امله یې یوه مېرمن مړه شوې ده.
د لغمان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د مرکز اړوند سلطان غازيبابا ښارګوټي کې یو کس په ډزو وژل شوی خو امنیتي کسانو یې قاتل هم هماله نیولی دی.
ځايي مسوولین وايي چې په بدخشان او لغمان ولایت کې د باران او سېلابونو راتلو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د لغمان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د ترافیکي پېښې له امله یوه ماشومه مړه شوې ده.
د لغمان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې یې نږدې ۳۰۰ جریب کوکنار اړولي، خو کروندګر بیا له حکومته د بدیل کښتونو برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.
د لغمان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وایي، په دغه ولایت کې له پاکستانه راستنو شوو څه باندې ۱۶۰۰ کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
د لغمان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په دولتشاه ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.
د لغمان پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي ۸۰ زدهکوونکي پر سکبیس ساري ناروغۍ اخته شوي دي.
د لغمان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې ۱۴۰ اړمنو ښځو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه بېلابېلو برخو کې پنځه کارخونې پرانیستل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP