Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د راکټ یوې زړې سرګلولې د چاودنې له امله څلور ماشومان ټپیان شوي چې دوه هلکان او دوه یې نجونې دي.
د دایکنډي ولایت د سنګتخت او بندر ولسوالۍ د «بالای کوه» سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې سیمه کې هیڅ فعال ښوونځی نشته او له امله یې ډېر ماشومان له زدهکړو بېبرخې پاتې دي.
د بادغیس ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې یوه پوسته کې له پخوا پاتې شوي نارنجک د چاودنې له امله دوو ماشومانو ژوند بایللی دی.
د پروان سیمهييز مسوولين وايي، د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د راکټ مرمۍ چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښو مخنیوي لپاره، له پنځو کلونو کمعمره ماشومان باید په هر کمپاین کې د پولیو واکسین ترلاسه کړي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ۶۱۰ ماشومان راجسټر او د درملنې لپاره د هېواد روغتونونو ته ورپېژندل شوي دي.
د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې شاوخوا ۴۰۰ ماشومان پر یوې نامعلومې ناروغۍ چې تر اوسه تشخیص شوې نه ده، اخته شوي دي.
د غور روغتيايي مسوولين وايي چې د تېر میلادي کال په اوږدو کې په دغه ولایت کې شاوخوا شپږ سوه ماشومان د شري پر ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې ٢٧ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خوست روغتيايي سرچینې وايي، وړمه ورځ د دغه ولایت په مرکز کې یوې مېرمنې په یو ځل څلور ماشومان زېږولي او څلور واړه هلکان دي.
. . .
د غزني د قرهباغ ولسوالۍ اړوند «میرخان» سیمې په ۳۵ کلیو کې ۳۵۰۰ کورنۍ ژوند کوي، خو خپلو شاوخوا ۲۰ زره ماشومانو لپاره هیڅ ښوونځی نه لري.
د زابل ولایتي روغتون چارواکي وايي، د روان ۱۴۰۱ زېږدیز کال له پیله بیا تر اوسه په دغه روغتون کې ۴ زره ۹۵۵ ماشومان زېږېدلي چې د تېر کال په پرتله ډېروالی په کې راغلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP