ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښوونځي لرې‌والی؛ د دایکنډي د بالای ‌کوه سیمې ماشومان هره ورځ څلور ساعته پلی مزل کوي

د ښوونځي لرې‌والی؛ د دایکنډي د بالای ‌کوه سیمې ماشومان هره ورځ څلور ساعته پلی مزل کوي

author avatar
2 Mar 2023 - 15:01
د ښوونځي لرې‌والی؛ د دایکنډي د بالای ‌کوه سیمې ماشومان هره ورځ څلور ساعته پلی مزل کوي
author avatar
2 Mar 2023 - 15:01

نیلي (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۱): د دایکنډي ولایت د سنګ‌تخت او بندر ولسوالۍ د «بالای‌ کوه» سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې سیمه کې هیڅ فعال ښوونځی نشته او له امله یې ډېر ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي.

هغوی وايي، له «بالای ‌کوه» سیمې تر ښوونځي څلور ساعته واټن دی چې ماشومان د دغه واټن وهلو توان نه لري.

د بالای ‌کوه سیمې اوسېدونکي روح‌الله موسوي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه سیمه کې ۴۰ کورنۍ ژوند کوي، خو ښوونځي ته لاسرسی نه لري.

هغه وویل، د دوی د سیمې ډېر کم شمېر هلکان ښوونځي ته ځي.

هغه زیاته کړه: «زموږ په سیمه کې هیڅ ښوونځی یا کوم ښوونیز مرکز نشته، ماشومان مو له ډېرو ستونزو سره مخ دي، موږ ته نږدې ښوونځی د استقلال ښوونځی دی چې څلور ساعته واټن لري او ماشومان مو نه شي تللی.»

نوموړي څرګنده کړه، نورو سیمو ته یې تګ راتګ ډېر ستونزمن دی، خلک له دغې سیمې د تلو راتلو لپاره باید له غره او کوتله تېر شي او د زړو خلکو تګ راتګ ډېر سخت دی.

هغه زیاته کړه، نږدې لار د کوتل لار ده چې شاوخوا څلور ساعته پلی مزل لري او که د سړک له لارې څوک لاړ شي نو باید تر ښوونځي شپږ ساعته پلی مزل وکړي.

نوموړی ټينګار کوي چې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی او ښوونځي ته د خپلو ماشومانو تګ راتګ لپاره د نقلیه وسایطو برابرولو وس نه لري.

هغه همداراز وویل چې په یاده سیمه کې شاوخوا ۷۰ ماشومان ښوونځي د تلو پر شرایطو برابر دي، خو پر وینا یې چې کم شمېر د ټولو ستونزو په منلو سره ښوونځي ته ځي.

په ورته وخت کې، د بالای ‌کوه سیمې یو بل اوسېدونکی خلیل بیاني‌زاده وايي، د ښوونځي د لرې‌والي له امله هیڅ نجلۍ نه شي کولای چې ښوونځي ته لاړه شي او په دې سیمه کې تر اوسه یوازې یوه نجلۍ له دوولسم ټولګي فارغه شوې ده.

هغه زیاته کړه: «زموږ خلک له خدمتونو محروم دي، نجونې د لرې واټن له امله نشي کولای ښوونځي ته ولاړې شي، یوازې یوه نجلۍ چې کورنۍ یې ورسره همکاري کړې وه تېر کال له ۱۲ ټولګي څخه فارغه شوه.»

د نوموړي په وینا، یادې نجلۍ له سیمې بهر په یوه ښوونځي کې زده‌کړې کړې دي.

نوموړي څرګنده کړه، د ښوونځي پر لار دښته، ډبرې او غر دی او له همدې امله ماشومان او نجونې نه شي کولای تګ راتګ وکړي.

هغه زیاته کړه، سربېره پر دې یاده لار له ثور تر غبرګولي میاشتې یخبندان وي چې تګ راتګ پرې ډېر ستونزمن دی.

بیاني‌زاده دغه‌راز وویل، څو ځله یې وړاندیز کړی چې خلکو ته په یاده سیمه کې ښوونځی جوړ شي، خو تر اوسه یې هیڅ پایله نه ده ورکړې.

بل پلو، د یادې سیمې یو زده‌کوونکی مصطفی وایي: «څو کاله په ډېرو ستونزو د استقلال ښوونځي ته تللو، ډېر لرې و، ستړي کېدلو، هیڅ درس نه لوستل کېده او په اونۍ کې له دوه درۍ ورځو ډېر تګ راتګ مو نشو کولای.»

هغه زیاته کړه، په سیمه کې یې هیڅ ښوونځی نشته، تر لسم ټولګي یې له سیمې بهر زده‌کړې کړې، خو معلوم نه دی چې له دې پورته زده‌کړو ته دوام ورکولای شي که نه.

هغوی په یاده سیمه کې د یوه ښوونځي جوړولو غوښتنه کوي.

له دې سره، د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین هم په بالای کوه سیمه کې یاده ستونزه مني.

د دایکنډي د پوهنې رییس مفتي رحمت‌الله مدثر وویل، په مخکني حکومت کې د دغو خلکو ستونزو ته پاملرنه نه ده شوې او ماشومان د تعلیم او تحصیل له نعمته محروم پاتې شوي دي.

هغه زیاته کړه، د راتلونکي کال لپاره پلان لري چې په بالای کوه سیمه کې یو الحاقیه ښوونځی فعال شي.

نوموړي څرګنده کړه چې د یادې سیمې د زده‌کوونکو پایلې په بل ښوونځي کې چمتو کيږي، څو زده‌کوونکي وکولای شي په الحاقیه ښوونځي کې درس ووایي.

بلخوا، په دایکنډي کې یو مدني فعال نېک محمد اخلاقي وایي، ښوونه او روزنه د یوه سالم انساني ژوند لپاره یوه مهمه اړتیا ده.

د هغه په وینا، سالمه ښوونه او روزنه د سالم ژوند اساس او بنسټ دی او بشر د دې لپاره چې د کمال لوړې درجې ته ورسېږي سالمې ښوونې او روزنې ته اړتیا لري.

هغه ټینګار وکړ، ښوونه او روزنه د هېواد د پرمختګ او ودې لامل ګرځي او خلک یې ارامښت او امنیت ترلاسه کوي.

د دایکنډي یو اوسېدونکی حاجي خداداد وایي، ښوونه او روزنه پر هر نر او ښځې فرض ده.

هغه زیاته کړه، ټول باید د علم حاصلولو لپاره هڅه وکړي او د هېواد په پرمختګ کې برخه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د دایکنډي د پوهنې ریاست وایي، په دغه ولایت کې ۴۴۳ ښوونځي فعال دي چې پکې شاوخوا ۱۴۳ زره او ۲۶۳ کسان پر زده‌کړو بوخت او له ۴۸ سلنه ډېرې یې نجونې دي.

Visits: 177

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.