Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په کلکان ولسوالۍ کې یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورل شوی او درې کسان په دې تړاو نیول شوي دي.
امنیتي چارواکي وایي چې یو کس په غور کې د وښو پر سر شخړه او یو ماشوم سرپل کې د یوې سرګلولې چاودنه کې وژل شوي دي.
ځایي مسوولین وایي، یو درې کلن ماشوم د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې سیند پر غاړه د لوبو پر مهال اوبو کې ډوب شوی او مړ شوی او یو بل کس د فاریاب په المار ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو له لورې وژل شوی دی.
بلخ کې حکومتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورلی او په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.
د ننګرهار په سپينغر ولسوالۍ کې د اوبو رسولو شبکې يوې ذخیرې دېوال چپه کېدو له امله يو درې کلن ماشوم مړ شوی او مور يې ټپي شوې ده.
د خوست امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې انسانتښتوونکو يو دوه کلن ماشوم وژلی دى.
د غور امنیه قومانداني وایي، یو ماشوم په هریرود سیند کې د لامبو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.
د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې يو ماشوم د کابل سيند ته لوېدلی او مړ شوی دی.
د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، په بټيکوټ ولسوالۍ کې یې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له بنده را خوشی کړی او دغهراز په جلالاباد ښار کې یې یو موټرچلوونکی د تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
د لوګر امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د مرکز پلعلم ښار په «بادام باغ» سیمه کې یو ۱۱ کلن ماشوم د لور په وسیله وژل شوی دى.
د زابل ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت د شاهجوی ولسوالۍ په نواباد سیمه کې څاه ته لوېدلی ماشوم ژغورل شوی دی.
کلات (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۲): د زابل امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې یو ماشوم وژل شوی او وروسته یې جسد
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP