Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې ترمنځ د نږدې اووه سوه زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاريو هوکړهلیک لاسلیک شو.
د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې مرستیال په افغانستان کې د ترکیې سفارت له سلاکار سره د نشهیي توکو پر وړاندې پر ګډې مبارزې او بزګرانو ته د بدیل کښت پر برابرولو خبرې وکړې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په بحرانځپلو سیمو کې د جګړې پای ته رسولو او سولې ټینګښت لپاره د جدي اقدام پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ د جي۲۰ له هېوادونو غوښتي چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې مالي مرستې وکړي.
د چاپېريالساتنې ملي ادارې عمومي مشر وايي، افغانستان د نورو پرمختللو او صنعتي هېوادونو د چاپېريالي ککړتیا ښکار شوی، له همدې امله نړۍواله ټولنه باید د اقلیم بدلون برخه کې له دغه هېواد سره مرسته وکړي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان حکومت د دغه هېواد په لاهور ښار کې د لومړي ځل لپاره د هوا له ککړتیا سره د مبارزې په موخه مصنوعي باران تجربه کړی دی.
د ا.ا ویاند وایي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د اوبو او برېښنا وزارتونو د پرېکړې له مخې، له وچکالۍ سره د مبارزې په موخه د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د اوبو بندونه جوړیږي.
افغان او ایراني چارواکو د اوبو مدیریت او په افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې د ایران د تخنیکي مرستې سربېره پر پانګونې، کرنې او اوبولګونې او د وچکالۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې خبرې کړې دي.
د امريکا نړۍواله پرمختيايي ادارې د افغانستان په ګډون د نړۍ له ځينو هېوادونو سره – چې وګړي يې د نري رنځ ناروغۍ له خطر سره مخ دي – له دې ناروغۍ سره د مبارزې برخه کې ۲۳ میليون ډالر مرسته کوي.
افغان او امریکایي چارواکو دوحه کې له نشهيي توکو سره د مبارزې، پر نشو د روږدو کسانو درملنې او افغان بزګرانو ته د بدیل معیشت په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له ازبکستانه غوښتي چې د نشهیي توکو سره د مبارزې منسوبینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې دې له دوی سره همکاري وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي، افغانستان د نړۍ له هغو لسو هېوادونو دی چې تر ټولو ډېر اقلیمي بدلونونه او طبیعي افتونه تجربه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP