کابل (پژواک، ۲۵ غويی ۱۴۰۴): له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له درېیو بنسټونو سره د څه باندې یو میلیون او ۳۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوکړهلیکونه د یادې ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي او د ژغورنې نړۍوالې کمېټې رییسې، شیرین حسن ابراهیم، د اسیا د ټولنیزو خدمتونو نړۍوالې مؤسسې (CWSA) سرپرست حزبالرحمن او د «ښو ګاونډیانو» نړۍوالې موسسې مسوول عبدالستار سايد ترمنځ په کابل کې لاسلیک شول.
سرچینې زیاته کړې، د ژغورنې له نړۍوالې کمېټې سره د لاسلیک شوي هوکړهلیک له مخې به دغه بنسټ په بادغیس کې ۲۰۸۰ اړمنو کورنیو ته په نغدي ډول څه باندې یو میلیون او ۱۹ زره امریکايي ډالر ووېشي.
د سرچینې په حواله، د اسیا ټولنیزو خدمتونو له نړۍوالې مؤسسې (CWSA) سره د لاسلیک شوي هوکړهلیک له مخې به یاده موسسه د ۲۱۱ زره او ۸۸۰ امریکايي ډالرو په ارزښت په کابل، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې د طبیعي پېښو د خطرونو نقشې ترتیب کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د «ښو ګاونډیانو» له نړۍوالې موسسې سره د لاسلیک شوي هوکړهلیک له مخې به یاده موسسه د ۹۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې د سېلابونو د خطرونو کمولو په موخه د ۱۰۰ مترو په اوږدوالي یو استنادي دېوال جوړ کړي.
د یادونې ده، له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له دې مخکې هم له یو شمېر بنسټونو سره د ګډو همکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP