د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ «يو جامع سياسي او تجارتي پلاوی» د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته روان شو.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وایي، په تېرو شلو میاشتو کې له هېوادونو سره اړیکې او تعامل ښه وو او هیلهمن دی چې شته ستونزې هم په تدریج سره حل شي.