Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، حکمتیار د هېواد جهادي شخصیت دی، عزت او وقار یې پخپل ځای دی او د هغه په اړه رسنیو کې خپاره شوي افواهات سم نه دي.
اسلامي امارت د خبریالانو ورځې په مناسبت ویلي، خبریالان د ملت او نظام ترمنځ د وصل استازي دي او باید د اسلامي ارزښټونو او ملي ګټو په چوکاټ کې کار وکړي.
اسلامي امارت له افغانستانه د شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو ۳۵مې کلیزې په مناسبت ویلي چې افغانان سوله غوښتونکي دي او لاهم د استقلال غوښتنې قوي حس په کې موجود دی او متجاوز هېوادونو دې له خپلو ناکامیو درس واخلي.
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست له یوه ازبکستان پلاوي سره د سرحدي مسایلو، دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، اقتصادي او ترانزیټي همکاریو په اړه خبرې کړي.
اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري وضعیت د اروزنې په اړه د یوناما تازه راپور په غبرګون کې ویلي، دغه راپور تر ډېره پر ناسم پوهاوي ولاړ دی او یوناما دې د خلکو پر دیني او ارزښتیزو موضوعاتو بېځایه نیوکې نه کوي.
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د امریکا لخوا اسلامي امارت ته د ټول شموله حکومت د جوړېدو په تړاو خبرې او د فهرست ورکولو ادعاوې حقیقت نه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه کلنی راپور ښیي چې د القاعده ډلې عناصر، داعش او پر سیمه «متمرکزې ترهګرې ډلې» لا هم افغانستان کې فعالې دي، خو ا.ا دغه راپور ردوي او وایي، تېرو دوو کلونو کې له افغانستانه هیڅ هېواد ته ګواښ نه دی پېښ شوی.
د اسلامي امارت ویاند د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د لومړي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وايي، افغانستان کې «مشروع نظام» شته او له پاکستانه سره د اړیکو ستونزه نه لري.
. . .
سرپرست حکومت وایي، پر پخواني ولسمشر حامد کرزي لوی بندیزونه نشته، خو باید د نظام استازیتوب ونه کړي، د یوه افغان په څېر دې ژوند وکړي او له خپلو ټولو حقونو برخمن دی.
ټام وېسټ ویلي، د ا.ا تګلارو او په نړۍ کې د نویو کړکېچونو له امله روان کال پر افغانستان دوه میلیارد ډالره مرسته کمه شوې، خو ا.ا وایي، دریځونه یې د افغانستان ارزښتيز مسایل دي او بشري مرستې باید سیاسي نه کړل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن