Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بلخ ولایت البرز ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
غزني کې حکومتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د خلکو د مخابراتي ستونزو د راکمولو په موخه ۳۱ نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي.
د میدان وردګو د چک ولسوالۍ د ځېنو سیمو خلک ادعا کوي چې هلته د مخابراتي شبکو فعالیت ډېر کمزوری دی او ډېر وخت کار نه کوي.
د بدخشان د جرم، اشکاشم او شغنان ولسوالیو او ځینو نورو سیمو اوسېدونکي د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت کوي او له مسوولینو غواړي چې د دوی د دې ستونزې هواري لپاره اقدام وکړي.
د غزني ګڼ اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې د مخابراتي شبکو د مکالمې او انټرنیټي خدماتو کیفیت سخت خراب شوی چې د هغوی ورځنۍ چارې، کاروبار او سوداګریز معاملات یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.
د غزني والي وايي، د دغه ولایت ټولو هغو ولسوالیو ته مخابراتي خدمات رسوي چې مخابراتي شبکې په کې فعالیت نه لري او یا یې خدمات کمزوري دي.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP