جلالاباد (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۴): د ننګرهار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وايي چې له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو ته یې په تورخم کې مخابراتي اسانتیاوې برابرې کړې دي او تر اوسه شاوخوا ۴۳ زره وړیا سیمکارټونه وېشل شوي.
په ننګرهار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست اړوند د اترا ادارې مشر رحیمالله شینواري پژواک خبري اژانس ته وويل، تورخم ښارګوټي اړوند د کډوالو په عمري کمپ کې د ټولو مخابراتي شبکو مخابراتي سایټونه ۲۴ ساعته فعال دي.
د هغه په وینا، په دغو مخابراتي خدماتو کې د غږیزو اړیکو نیولو ترڅنګ انټرنېټي خدمات هم شته چې د ۲۰۰ ام بي پر ساعت د چټک انټرنېټ خدمات لري چې کډوال دېخوا د راتګ پر مهال له خپلو خپلوانو او کورنيو سره اړیکې وکړي او خپلو سيمو ته په اسانۍ ستانه شي.
هغه زیاته کړه: «تر اوسه پورې د کډوالو د دویمې څپې له پيل راهېسې ۴۳ زره وړیا سيمکارټونه وېشل شوي چې هرې کورنۍ ته د کډوالۍ د اسنادو له مخې ۳ وړیا سيمکارټونو پورې ورکول کېږي او تر ۴ میاشتو فعال وي.»
دی وایي، تر څلورو میاشتو وروسته بايد د قانون له مخې، سيمکارټ لرونکي خپل سیمکارټونه په برېښنايي تذکره ثبت کړي.
نوموړي دا هم وويل چې دغه سیمکارتونه ۱۰۰۰ وړیا دقیقې چې له هرې شبکې خپلې شبکې ته اړیکه نيسي او يو جي بي انټرنېټ هم په کې موجود دی چې د اړتیا پرمهال کډوال پرې خپله ستونزه حل کوي.
بلخوا، راستانه شوي کډوال هم په تورخم کې له مخابراتي خدمتونو خوښ دي او وايي، دا ورسره ډېره لویه مرسته ده چې په تورخم کې ورته د سيمکارټونو د اخیستو زمينه برابره شوې ده.
محمد سلیم چې د پاکستان له پنجاب ایالته خپل هېواد ته راستون شوی، وايي، ډېره اندېښنه يې مخابراتي خدماتو ته وه چې دلته ورته په ډېرې اسانۍ په وړیا ډول سيمکارټ ورکړل شو.
دی وايي، سیمکارټ يې د خپلوانو په خوښه انتخاب کړی او دلته هیڅ ډول چا ته په جبري ډول سيمکارټ نه ورکول کېږي، څوک چې د کومې شبکې سيمکارټ غواړي هماغه سیمکارټ ورکول کېږي.
دغه راز، يو بل راستون شوی کډوال عبدالله وايي: «زه په پېښور کې اوسېدم، په خپله خوښه را ووتلم، ځکه چې سبا بيعزتي کېږي، نن راغلم، سیمکارټ ته خو مې رښتيا هم سودا (اندېښنه) وه، خو دلته يې ډېر په اسانۍ سیمکارټ راکړ.»
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په تورخم کې يې کډوالو ته د ۱۲ کمېټو تر چتر لاندې له مخابراتي خدمتونو نيولي تر روغتيا، خوړو، اوسېدو، انتقال، عامه پوهاوي او نورو د اړتیا وړ بېلابېلو برخو کې د مرستو او خدمتونو زمینه برابره کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP