Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په دغه ولایت کې د دولتي ښوونځیو له زدهکوونکو او ښوونکو سره د شاوخوا ۱۹ میلیون افغانیو په ارزښت د درسي توکو مرسته وکړه.
په پاکستان کې د سویس سفارت وایي، هېواد یې په افغانستان کې له زلزلهځپلو او له پاکستانه راستنو شوو افغانانو سره ۴،۲۵ میلیون امریکايي ډالر مرسته کوي.
د م.م د بشري مرستو همغږيکوونکی دفتر (اوچا) وايي، اروپايي ټولنې له اړو افغانانو سره د مرستې په موخه د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره درې ميليون يورو مرسته کوي.
د ناروې بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د اړمنو، په ځانګړې توګه له پاکستانه په زور ایستل شوو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۶.۷ میلیون امریکايي ډالر مرسته کوي.
د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیواېفپي) اعلان کړی چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې اړمنو ته د رسېدنې لپاره ۲۵ میلیون یورو مرسته کړې ده.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د جاپان دولت افغانستان کې د اوبو رسونې، د خوارځواکۍ مخنیوي او درملنې او د ماشومانو خوندیتوب لپاره څلور میلیون ډالره مرسته کړې ده.
جاپان په افغانستان کې د ساري ناروغیو له امله د مړینې کچې ټیټولو او د دې ناروغیو درملنې لپاره د ظرفیت لوړولو برخو کې شپږ میلیونه او ۹۹۷ زره امریکایي ډالر مرسته وکړه.
د زدهکړو نړۍوال مشارکت شبکې (جيپياي) اعلان کړی چې د افغان ماشومانو د زدهکړو ملاتړ لپاره یې ۱۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
د کاناډا د کډوالو چارو وزارت وايي، په پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو کې یې د افغان کډوالو لاسنیوي په موخه ۲۱ میلیون امریکايي ډالر د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته سپارلې دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په مالي ملاتړ د هلمند د دوو ولسوالیو له روغتونونو سره د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د دوو امبولانسونو مرسته وشوه.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانو مرستو همغږيکوونکې اداره (اوچا) د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره د څه باندې ۹۸ زره یورو له مرستې خبر ورکړ.
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت اعلان کړی چې افغانستان کې یې د ماینپاکۍ لپاره ۵،۵ میلیون پونډ مرسته کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP