د میدانوردګو ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۲،۶ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
د میدانوردګو د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د لسو ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې دي.
میدانوردګو کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې له پخوا پاتې یوه ماین پر یوه موټر چاودنه کړې چې له امله یې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
په میدانوردګو ولایت کې د ناوړه دودونو مخنیوي په موخه ولسي غونډه جوړه شو او ګډونوالو یې ټینګار وکړ چې ناسم دودونه باید د حکومت او ولس په ګډو هڅو له منځه یووړل شي.
په میدانوردګو ولایت کې د پنځه میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د انټیموني او سربو د پروسس یوه کارخونه پرانیستل شوه.
د میدانوردګو ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۳۹ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یو شمېر پروژو چارې پيل شوې.
د میدانوردګو ولایت امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې یوه ماشومه د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورل شوې او په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.
د میدانوردګو ولایت مقام وایي چې په دغه ولایت کې د سېلابونو راتلو له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي او خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.
د میدانوردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د تندر لوېدو پېښه کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی.
د میدانوردګو ولایت امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان دي.
د میدانوردګو سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۶ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
د میدانوردګو پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت چک ولسوالۍ کې خلکو یوې عالي لېسې ته د معیاري ودانۍ، انګړ او زرغونې ساحې جوړېدو په موخه څه باندې ۱۲ جریب ځمکه وقف کړې ده.