Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د میدانوردګو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې د واورې ښویېدنې له امله دوه کسان مړه شوي دي.
میدانوردګو کې سیمهییز مسوولین وایې چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د خلکو او یوه خیریه بنسټ له خوا د ښوونځي لپاره د شاوخوا څلور میلیون افغانیو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
حکومتي مسوولین وايي چې په میدان وردګو او غزني کې د ترافیکو پېښو له امله د ښځو په ګډون لس کسان ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو ولایت مقام وایي، د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د ۱۳ میلیون افغانیو په ارزښت د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتوالي ریاست ته د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
سیمهییز مسوولین وایي چې په هلمند کې له څه باندې ۲۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او په میدانوردګو کې له زرو کورنیو سره د غوښې مرسته وشوه.
میدانوردګو کې سیمهییزې سرچینې وایي چې د دغه ولایت د بهسودو لومړۍ حصه ولسوالۍ کې یوه کس ځانوژنه کړې ده.
د میدانوردګو ولایت په مرکز کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ پنځه کلنه دښمني ختمه شوه.
د میدانوردګو ولایت په مربوطاتو کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې پنځه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.
د ميدانوردګو په چک ولسوالۍ کې د ګازډبې چاودنې له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور کسان ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین چاودنې له امله څلور ماشومان ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو د چک ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وایي، د چک بند په اوبو د خلکو ستونزې هوارېږي خو اړتیا ده چې د بند ځینې برخې پاکې شي. بلخوا مسوولین راتلونکو څو میاشتو کې د دغه بند له برېښنا د ګټې اخیستنې خبره کوي.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د روان لمریز کال په اوږدو کې په میدانوردګو ولایت کې د نږدې ۶۳ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو مهارولو ۱۵ پروژې پلې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP