Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ریاستالوزرا سیاسي معاونیت وایي، د ا.ا سیاسي کمېسیون ناسته کړې چې په کې له یو شمېر هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا او د سیمهییزو پروژو پر پلې کېدو خبرې وشوې.
د افغانستان بانک وایي، د دغه بانک د سرپرست په مشرۍ پلاوي په جیپوتي هېواد کې د اسلامي مالي خدمتونو بورډ په ۲۲مه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ.
د دوحې په ناسته کې د ا.ا د پلاوي مشر ذبیحالله مجاهد وایي، دا غونډه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده، د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره ۲۴ نورې ناستې هم وشوې، په دې ناستو کې د افغانستان دریځ ومنل شو او اسلامي امارت به په ورته غونډو کې ګډون کوي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د دوحې درېیمه غونډه نن ماښام پیلېږي، سبا دوه بجې پای ته رسېږي او له هغه وروسته که ځیني استازي له چا سره ناستې کوي، له یادې غونډې سره تړاو نه لري.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي توماس وېسټ او رینا امیري د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه له هدایت سره سم د ذبیحالله مجاهد په مشرۍ پلاوی د دوحې په راتلونکې ناسته کې ګډون کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ټاکل شوې په «سن پټرزبورګ» اقتصادي ناسته کې د اسلامي امارت په استازیتوب د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ګډون وکړي.
د ملګرو ملتونو سیاسي مرستیال ویلي چې د افغانستان په تړاو د دوحې راتلونکې ناسته د روان کال د چنګاښ میاشتې په یوولسمه جوړېږي او اسلامي امارت هم ویلي چې دې ناستې ته وربلل شوي او په دې غونډه کې د ګډون په اړه به تصمیم ونیول شي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د دغه سازمان د بشري حقونو شورا د دورې د ارزونې کاري ټیم ناسته نن د افغانستان د بشري حقونو د راپورونو ارزونې لپاره ناسته ترسره کیږي.
یو شمېر شنونکو د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت نه ګډون ستایلی، خو ځینو بیا لیکلي چې باید ګډون یې په کې کړی وای؛ ځکه دا ښه موقع وه چې خپل دریځ او وړاندیزونه یې نړۍوالو ته مخامخ وړاندې کړي وای.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دوحې په غونډه کې به افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي ټام ویسټ او رینا امیري ګډون کوي.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) اعلان کړی چې د افغانستان د وضعیت په اړه د دغه سازمان د امنیت شورا غونډه نن په نیویارک کې جوړېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن