ژبه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې سرپرست کازان غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۴): د اسلامي امارت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې سرپرست د کازان په شپاړلسم پړاو نړۍواله ناسته کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ.</p>

<p style="text-align: justify;">د یادونې ده، د کازان (روسیه او اسلامي نړۍ) نړۍواله غونډه د روانې غویي میاشتې له ۲۳مې څخه تر ۲۸مې پورې د روسیې هېواد په کازان ښار کې ترسره کېږي.</p>

<p style="text-align: justify;">د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نن (دوشنبه، د غويي ۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې مولوي غلام‌حیدر شهامت، د دې ادارې سرپرست په یاده ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ.</p>

<p style="text-align: justify;">سرچینه کاږي، ټاکل شوې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې سرپرست به په دې نړۍواله ناسته کې د اسلامي هېوادونو له استازو سره په تخنیکي او مسلکي برخو کې له افغانستان سره د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.</p>

ورته موضوع